Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

. لیک : اسرار کلي وال

  د سعید ګوهر په  شاعرۍ کښې  د صنائع استعمال. لیک : اسرار کلي وال  په صنائعې د تفصیلي خبرو او حوالو نه وړاندې څو خبرې کول غواړم د نن نه څۀ م...

 



د سعید ګوهر په  شاعرۍ کښې  د صنائع استعمال.

لیک : اسرار کلي وال 


په صنائعې د تفصیلي خبرو او حوالو نه وړاندې څو خبرې کول غواړم د نن نه څۀ موده وړاندې د فیسبوک د مجازي نړۍ په برکت سره یو نظم زما مخې ته راغے او پۀ هغه نظم داسې لیکلے شوے وو چې د سعید ګوهر روح ته ډالۍ دغه نظم نورالاسلام سنګر سعید ګوهر ته منظوم عقیدت وړاندې کړے ؤ خو نظم کښې سنګر د سعید ګوهر ژوند او فن داسې احاطه کړے ؤ چې پۀ وار وار ئې لوستلو ته مجبوره کړم او د سعید ګوهر سره ئې راله مینه پیدا کړه او په دې سوچ فکر کښې شوم چې سعید ګوهر څوک دے ؟


د کوم ځاے دے ؟ هم په دغه سوچ فکر کښې مې پۀ فیسبوک کښې سعید ګوهر اولټولو او بلها غزلې ئې مخې ته راغلې هغه چې ما اولوستلے نو د سعید ګوهر د لوړ شاعرانه فن اندازه راته اوشوه بیا مې د سنګر نه پوښتنه اوکړه چې دا سعید ګوهر د کوم ځاے دے  هغه راته اوئېل چې دا د جنوبي پښتونخوا د کوئټې ؤ ډېر ستر شاعر محقق نقاد او څېړنکار ؤ او د پروفېسر محمود ایاز  رور ؤ بس بیا مې سعید ګوهر اوپېژندو خو د شاعرۍ لوستلو ته ئې لېوال وم څو ورځې وړاندې راته محمود ایاز د سعید ګوهر کتاب راوړو د کتاب نوم ئې هم ډېر عجب ؤ پۀ اوبو کښې تږے دا کتاب مې ډېر پۀ مینه اولوست د ډېرې مطالعې نه پس مې د سعید ګوهر پۀ فني تجربو دا وړوکے مضمون اولیکو امید لرم چې ستاسو به خوښ شي.


 صنعتونه څـۀ ته وایی ؟ د صنعتونو استعمال پۀ شعر کښې څومره اهمیت او ازرښت لري ؟ نو دې سره به د دې مضمون نور وضاحت هم وشي . 

صنعت چې لغوي معني ئې هنر یا کاریګري ده . په دې حقیقت مونږ ټول ښه خبر یو چې شاعر د شعرونو هنرمند یا کاریګر وي ځکه چې په شاعري کښې خوارهٔ وارهٔ لفظونه یو ځاے کول ، لفظونو ته نوې خوندوري او موثرې جامې پۀ نوي رنګ کښې اچول د شاعر فن او هنر وي او هم دا د لفظونو هنرمندې او کاریګري ده . دا فن او هنر ډېره لویه مطالعه او مهارت غواړي . 

د صنعتونو استعمال پـۀ شعر کښې ډېر زیات اهمیت او ارزښت لري . صنعتونه د شعر ښکلا ده . صنعت شعر موثر او خوندور کوي .

د صنعتونو استعمال پۀ هر هغه شاعر ادیب او لیکوال کښې وي چې مطالعه ئې پراخه او مشاهده ئې ژوره وي .

پۀ شاعرۍ کښې هر ښۀ او سنجیده شاعر مدام دا هڅه او کوشش کوي چې زما شعر دې موثر ، خوندور ، زړۀ راښکونکے او منفرد وي نو هغه د خپلې مطالعې او پوهې پۀ بنیاد سره دوه لاري د خپل شعر د موثر کېدو د پاره اختیاروي . 

چې یوې ته پۀ ادبي اصطلاح کښې علم بیان او بلې ته علم بدیع وائي . 


علم بیان: علم بیان د علم بلاغت یو اهم اړخ دے . 

مشتاق مجروح یوسفزے پۀ خپل کتاب زرکاڼي کښې لیکي چې “ علم بیان هغه قواعد او طریقو ته وائي چې د کومو پۀ ذریعه چې یو انسان د خپل مطلب اظهار پۀ  زړۀ پورې خوندور او اثر کونکي انداز کښې وړاندې کولے شي ورته علم بیان وایي .”

 بیان د عربۍ ژبې تورے دے او لغوي معني ئې څرګندول یعنې ښکاره کول دي او پۀ ادبي اصطلاح کښې هغې خبرې ته وئیلے شي . د کومې پۀ ذریعه چې یو شاعر ادیب لیکوال او نقاد د خپل مطلب څرګندولو د پاره د ښو الفاظو انتخاب کوي.

پۀ علم بیان کښې تشبیه ، استعاره ، کنایه . او مجازې مرسل

او پۀ علم بدیع کښې صنعتونه راځي

زما کار د ګوهر پۀ شاعرۍ کښې صنعتونه څرګندول او رابرسېره کول دي او صنعتونه پـۀ علم بدیع کښې راځي نو اول به علم بدیع اوپېژنو چې علم بدیع څۀ ته وائي ؟ 

بدیع: پۀ ادبي اصطلاح کښې هغه علم ته وائي چې د کلام ښائست پرې معلومیږي یعنې هغه قاعدې دي چې کومې په کلام کښې ښائست پیدا کوي  . حسن پیدا کوي . کلام موثر او خوندور کوي .

د علم بدیع دوه قسمونه دي یو صنائع لفظي یعنې لفظي ښائست چې پۀ لفظونو کښې حسن او ښائست پیدا کوي او بل ته صنائع معنوي وائي . کوم چې په معني او مفهوم کښې ښائست او ښکلا پیدا کوي . 

 په کلام کښې د لفظونو ښائست ته صنائع لفظي او پۀ معنو کښې حسن او اثر ته صنائع معنوي وائي . 


د دې حقیقت نه څوک انکار نشي کولی چې د ګوهر پۀ شاعرۍ کښې صنائع لفظي او صنائع معنوي دواړه ډېره پـۀ کثرت سره استعمال شوي دي .

صنعتونه خو ټول ډېر سېوا دي خو چې کوم د ګوهر پۀ شاعرۍ کښې استعمال شوي دي نو دلته به زۀ صرف هغه ذکر کړم 


صنعت تجنیس :

د تجنیس لغوي معنی د هم جنس کېدو ده ــ پۀ کلام کښې داسې دوه لفظونه راوړل چې پۀ تلفظ کښې یو شان وي ولې معانې ئې جدا جدا وي دې ته تجنیس وئیلے شي.

د تجنیس پۀ طریقه پۀ کلام کښې راوړلو شویو لفظونو ته متجانسین وائي واحد ئې متجانس دے د تجنیس  ډېر قسمونه دي څو قسمونه ترې لاندې ذکر کووم.


۱ ) تجنیس تام: په کلام کښې داسې لفظونه راوړل چې چې پۀ تلفظ ، وزن ، ترتیب اؤ شکل کښې یو شان وي او معنی ئې جدا جدا وي نو هغې ته تجنیس تام وئیلے شي.


د سعید ګوهر پۀ دې شعر کښې ئې مثال داسې دے.


پــــــــــۀ زړۀ کښې چې اوسي د تصویر پۀ شانې

پۀ سوچ کښې ورته ورک یمه چې دے دے که یه


پۀ دې شعر کښې دے دوه ځله راوړلے شوے دے ــ یو د دۀ او یو د دې پۀ ځاے.


۲) تجنیس مضارع:


تجنیس مضارع

دا د صنعت تجنیس پنځم قسم دے .

پۀ کلام کښې داسې دوه لفظونه راوړل چې د حرفونو تعداد یو وي خو یو حرف په کښې مختلف وي لکه وفا او جفا نو ورته تجنیس مضارع وائي لکه د  سعید ګوهر دا شعرونه.


خبر نـــــــــــــــــۀ شوم تر پایه د بازار پۀ بیعه

اخلاص هم په دې ښار کښې د کار شے دے یه


دا سیاست به مې اخر خوار کړي پۀ څېر د وطن

بخت او وخت دواړو راته کڔے اتحاد ګوهره


واړه خدوخال دي پۀ خوشبوئ پۀ رنګو ساز او پۀ ناز

زۀ دې د جمال پۀ نزدېکت بوئ د لونګ کووم


دې اوله شعر کښې پۀ ښار او کار کښې یو حرف مختلف دے.

پۀ دویم شعر کښې پۀ وخت او بخت کښې یو حرف مختلف دے.


پۀ درېم شعر کښې پۀ ساز او ناز کښې یو حرف مختلف دے.


۳) تجنیس لاحق: 

دا د تجنیس شپږم قسم دے پۀ کلام کښې داسې لفظونه راوړل چې د حرفونو تعداد ئې یو هومره وي او یو حرف پۀ کښې مختلف وي او دغه مختلف حرف په تلفظ کښې هم د بل لفظ نه مختلف وي لکه د  سعید ګوهر دا شعر.


د خواهشاتو ودان کور مې دے وران کړے پۀ جار

زۀ له ازل څخه پۀ خېر او شر کښې ژوند تېروم


دې شعر کښې پۀ ودان او وران کښې یو حرف مختلف دے

د حرفونو تعداد ئې برابر دے او پۀ تلفظ کښې ئې فرق دے پۀ یو کښې "د" او پۀ بل کښې "ر" ده.


۴) تجنیس زائد

تجنیس زائد د صنعت تجنیس اووم قسم دے په کلام کښې داسې لفظونه رواړل چې حرکات او سکانات ئې یو شان وي

او پۀ قسم کښې هم له یو بله جدا نۀ وي خو پۀ یو کښې د بل نۀ حروف زیات وي. دا د حروفو زیات والے د لفظ پۀ مینځ کښې هم سر کښې هم او پۀ اخر کښې هم کیدے شي.


لکه د سعید ګوهر دا شعر 


زما بې وسه بې اختیاره ژوندون

باداره ستا تر قدرتونو قربان


دې شعر کښې اختیاره او باداره متجانسین دي پۀ یو کښې د بل نه یو حرف زیات دے.


۵) تجنیس خطي: 

هغه تجنیس چې متجانسین ئې د هېئت نه علاوه په املاء کښې یو شان وي او اعنی که د نقطو او اعرابو لحاظ ونه ساتلے شي نو شان به وي د ګوهر پۀ شعر کښې ئې مثال داسې دے.


شاعري اظهار دے فکر او فن زما عرفان دے ګوهر وایم ګوهر لیکم

انکشاف استغراق غواړي د نقطې نکته ده پټه پۀ مجرم او محرم کښې 


دلته ګوهر خپله باندې هم وئیلي چې د نقطې نکته ده پټه پۀ مجرم او محرم کښې پۀ مجرم کښې د ج سره نقطه ده که دا نقطه نۀ وے نو مجرم لفظه به هم محرم لفظ  وے.


صنعت ذوالقافتین:

ذوالقافتین درې قسمه وي


۱) ذوالقافتین مع الحجب:

داسې صنعت داسې وي چې د دوو قافیو په مینځ کښې ردیف هم راوړلے شي ــ دا ردیف یو لفظ هم کیدے شي او زیات هم ـ

لکه د سعید ګوهر دا شعر


بې له تا هم ژوند اسان دے ، قطعي خبره دا ده

زمونږ نور تعلق ګران دے ، اخــــــري خبره دا ده 


په دې شعر کښې دوه قافیې استعمال شوي دي

وړومنۍ قافیې بالترتیب  اسان او ګران او ردیف ئې دے دے.

دویمې قافیې  قطعي او اخري او ردیف ئې خبره دا ده دے.


صنعت قلب :

پۀ کلام کښې داسې الفاظ راوړل چې حروفو د ترتیب په اعتبار مخصوص قسم لري هغې ته صنعت قلب وائي د دې هم درې قسمونه دي.


۱) قلب مستوي :

دا د صنعت قلب دریم قسم دے پۀ کلام کښې داسې لفظونه راوړل چې د دواړو ډډو نۀ یو شان لوستلے شي لکه درد کاواک همدمه نادان لعل جاج کلک تبت نو ورته قلب مستوي وئیلے شي

د سعید ګوهر دې څو شعرونو کښې دا صنعت  شته.


ستا لټون یا انتظار تریخ ، ټول وجود راسره دود دے

کله سترګې کله زړۀ یم  ،  نۀ پوهېږم څۀ راکیږي


نه چرته ژوندون نه حرکت لکه ویجاړه هدیره زړۀ

داسې خاموشي ده نن صبا زما د ښار په شاوخوا کښې


ته به ډېر حساس ئې ، زۀ منم خو ګزارش لرم

مرګ ته به څۀ وائې کۀ ژوندون هم حادثه لیکې


په دې شعرونو کښې "دود" نن" منم" داسې لفظونه دي دي چې

د دې بلې ډډې ولوستلے شي هم به هغه شان وي.


صنعت سیاق الاعداد:

پۀ کلام یا شعر کښې عددونه په داسې طریقه ذکر کول چې محاورتاً په ژبه کښې استعمالیږي یا د هغه ژبې په امروزه کښې 

وئیلے شي داسې صنعت ته سیاق الاعداد وائي. هسې عددونه ذکر کول صنعت نۀ دے.


د سعید ګوهر دا شعر دا صنعت لري


بیخي ناوخت دے ، پوره ،کښېنه ، سل کارونه پراته

بې غمه نۀ ئې ، درته ګوري ، زر غمونه پراته 


په دې شعر کښې سل عدد دے او مونږ وا یو چې په سر مې سل کارونه پراتۀ دي

بل په کښې زر عدد دے او مونږ وا یو چې یو غم نه دے زر غمونه دي.


صنعت تضمین:

په کلام کښې د بل شاعر د کلام څۀ برخه سره د حوالې یا شارې راوړلو ته تضمین وائي ـ که حواله یا اشاره نه وي نو هغه به تضمین نه وي بلکې سرقه به وي.


د سعید ګوهر په دې شعر کښې تضمین د اشاري او حوالې سره شوے دے.


د غالب غوندې په ما هم وس ګوهره! 

یو د مرګ بلا ته پاته نورې راغلې.


په دې شعر کښې د غالب په شعر تضمین شوے دے د غالب د اردو شعر.


ہو چکیں غالبؔ بلائیں سب تمام 

ایک مرگ ناگہانی اور ہے.


صنعت تلمیح : 

کلام یا شعر کښې زړې تاریخي واقعې ته اکثر شاعران اشاره کوي

داسې صنعت ته صنعت تلمیح وائي . د سعید ګوهر دې شعر کښې دا صنعت شته.


یزید هیڅ وخت د خپل بیعت خلاف سر نۀ خوښوي

حسین ، همېش یو ضرورت د کربلا د پاره


دې شعر کښې د کربلا واقعې ته اشاره ده.


صنعت لزوم ماله یلزم:

کلام کښې د ښائست پیدا کولو یا د خپلې قادرالکلامۍ د اظهار د پاره کله کله شاعران یو غیر ضروري پابندي اختیاروي په ډېرو طریقو کیږي داسې صنعت ته صنعت لزوم ماله یلزم وائي.

لکه د ګوهر دا شعر


نه به مې پۀ ژوند باندې کتاب لیکې په مکر ډک

نه به مې پۀ قبر په تعریف ډکه کتبه لیکې


په دې شعر کښې "نه به مې پۀ " دواړو مصرعو کښې د خپلې قادرالاکلامۍ د پاره راوړي ګنې نور لفظونه هم ورسره وو.


صنعت سجع:


شعر یا جمله کښې داسې لفظونه راوړل چې اخري حرفونه

ئي یو شان وي لکه یار ، روزګار او داسې نور د دې لفظونو

اخري حروف یو دي ته سجع وائي. دا په نثر کښې هم وي نظم کښې هم خو د سجع د پاره ضروري نه ده چې دغه لفظونه دې هم وزن هم وي خو که هم وزن راشي نو څۀ بده خبره نه ده

د سجع څو قسمونه دي.


ترصیع : چې کله په یو شعر کښې اکثر لفظونه یا ټول لفظونه په خپلو کښې هم سجع راشي نو هغې ته ترصیع وئیلے شي.

لکه په دې شعر کښې.


وخت او بخت دواړه اریان راته ولاړ وے

زه او ته سره روان وے لاس په لاس کښې


په دې شعر کښې وخت او بخت اریان او روان هم سجع او هم وزن  دي.


مسمط : دا د سجع هغه قسم ته وائي چې پۀ غزل یا قصیده کښې د مطلعې نه نورو شعرونو کښې د قافئې نه اګاهو درې سجع لفظونه راوړلے شي لکه د سعید ګوهر دا شعر.


مځکه اسمان نه ترله پېژنم ، اریان یم تر میان

نور کېفیت به څۀ د هجر کور خراب لیکمه


دې شعر کښې د قافیې نه اګاهو " اسمان اریان تر میان"

د یوې سجعې لفظونه دي.


صنعت قطار البعیر: 

دا هغه صنعت ته وائي چې شاعر د شعر په وړومبۍ مصرع کښې راغلے لفظ د شعر د دویمې مصرعې په سر کښې راوړي.

لکه د سعید ګوهر دا شعر


اول سترګې زما خوښې بعده خال

خال هم ګلې په خولو کښې ښه لاهو خال


دې شعر کښې د وړومبۍ مصرعې په اخره کښې خال لفظ بیا د دویمې مصرعې په سر کښې راغلے دے.


صنعت ترصیع:


دا صنعت داسې وي چې شاعر یوه مصرع موزون کړي

او د هغې مقابل کښې دویمه مصرع داسې راوړي چې د وړومبۍ مصرعې وړومبنے لفظ د دویمې مصرعې د وړومبني لفظ هم قافیه وي او د وړومبۍ مصرعې دویم لفظ  د دویمې مصرعې د دویم لفظ هم قافیه وي.

د سعید ګوهر دا شعر دا صنعت لري


زما مکروهـه ګنهګاره وجود 

ستا تر بې حده رحمتونو قربان


په دې شعر کښې رحموتونو د نورو شعرونو هم قافیه دے او " زما او ستا " ئې سر کښې د دویمې مصرعې هم قافیه دي.


صنعت تضمن المزدوج :


هر کله چې د قافیې نه علاوه دوه هم وزن او هم روي لفظونه استعمال شي نو دې ته صنعت تضمن المزدوج وائي. لکه د سعید ګوهر دا شعر.


وخت او بخت دواړه اریان راته ولاړ وے

زه او ته سره روان وے لاس په لاس کښې


وړومبۍ مصرع کښې وخت او بخت دواړه لفطونه هم وزن او هم روي دي.


صنعت قطع الحروف:

دا صنعت ته وائي چې شاعر په خپل کلام یا شعر کښې د یو

خاص حرف نهـ استعمالولو التزام اوکړي کۀ شاعر ب حرف استعمال نۀ کړي نو داسې کلام یا شعر ته قطع البا وئیلے شي.


لکه د سعید ګوهر دا شعر


دا ستا پۀ اوښکو لوند مخ او ګرېوان پۀ ستورو ډک

ترتا خو صدقه شه شین اسمان پــــــــــه ستورو ډک


د ګوهر په دې شعر کښې د ب حرف نه دے استعمال شوے.


صنعت اقتباس :

په کلام یا شعر کښې د قران ، حدیث یا د محتلوفو صحیفو یا د لویو خلقو د کتابونو نه توکړه را اخستل او په شعر کښې ځایولو ته صنعت اقتباس وائي.

د سعید ګوهر دې شعر کښې دا صنعت شته.


طه ، یاسین ، حم ، طس، مدثر او مزل

پۀ څومره ښو نومو یاد شوے پۀ آیاتو کښې یو


په دې شعر کښې طه د قرآن کریم د سورت طه یاسین د سورت یاسین نه را اخستے شوي دي.


صنعت طباق یا متضاد:

 کلام یا شعر کښې داسې لفظونه راوړل چې د یو بل ضد وي

 داسې صنعت ته صنعت تضاد وائي.

 په صنعت تضاد کښې د سعید ګوهر دا څو شعرونه د ستائنې وړ دي


بشر له شره په امان نه دے د ښار تهذیبه

سحار راووزي خو ماښام کور ته واپس نه رسي


د ښکلي خیال د جنت شپه دي په تا نه شي دوزخ

د خپل وجود په سپېره دښت هم یو غرمه تېره کړه


زۀ ستا د سترګو شوګیره یم خوبولې شپه یم

خو نۀ پوهېږم چې ورځ ولې نۀ یم ولې شپه یم


په اوله شعر کښې سحار او ماښام 

په دویم شعر کښې جنت او دوزح

پۀ دریم شعر کښې ورځ او شپه

د یو بل متضاد لفظونه دي.


صنعت عکس : 

دا هغه صنعت دے شاعر په یو شعر کښې ځینې لفظونه وړاندې وروستو کړي او دویمه فقره یا مصرع ترې جوړه کړي خو دا د ردالعجز علی الصدر په شان نه وي ځکه چې هغه کښې دوه لفظونه راوړلے شي چې یو د مصرعې په شروع او بل اخره کښې وي. د دې بر عکس صنعت عکس کله په دوو لفظونو کښې ادا کیږي کله دوو فقرو کښې او کله په یوه مصرع کښې.


د سعید ګوهر دا شعرون هم دا صنعت عکس لري.


مۀ وارخطا کېږه ګلې ! لا پورې رڼا ده

لا پورې رڼا ده ګلې ! مۀ وارخطا کېږه


په دې شعر کښې دا بره مصرع لاندې اپوټه لیکلے شوې ده


صنعت مخاطبه:

اکثر شاعران په کلام یا شعر کښې ځان ته یا خپل محبوب ته یا

بل چاته مخاطبه کوي دا مخاطبه کله کله غیر جاندار څیز ته هم کیدے شي بله دا چې مخاطبه یواځې په مقطع کښې نه پۀ مطلع کښې هم کیدے شي لکه د سعید ګوهر د غزل دا مطلع


خواږه یاران ، تراخه وختونه مې پۀ یاد ګوهره!

زۀ چې پۀ ډېره مینه باندې وم اباد ګوهـــــــــره!


پۀ دې مطلع کښې ګوهر ځان ته مخاطب دے


دا د ګوهر د شاعرۍ د یو کتاب فنې تجربې ما پۀ یو مختصر لیک کښې بندې کړې کیدے شي چې د ګوهر  شاعري یو شمیر نورې تجربې او فني ښائستونه هم لري خو زما نه به پاته وي انسان پۀ خپل وس پړ دے تر دغه ځایه زما وس ؤ.


زۀ خپل مضمون د ګوهر پۀ دغه یو شعر سره سر ته رسوم چې.


ستا پۀ غزل کښې زندګي ده د غزل ، ګوهـــــره!

ستا په لهجه کښې د الهام بې ساختګي ده ډېره 


یادونه : دغه پورته تمهید ما د یو بل مضمون سره هم ورکړے ؤ خو دلته مې بیا د لږ بدلون سره ځکه شریک کړو چې لوستونکو ته د صنعت په پېژندنه کښې څۀ مشکل پېدا شي پۀ نورو راروان مضمونو نو کښې کۀ ژوند ؤ نو دا تمهید به نۀ وي.

ليست هناك تعليقات

Hi

ہم سے رابطہ