Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

خيام يوسفزے

  چې د پښتون د ترقۍ خبره کېږي، نو رسا خبره دا ده چې تر اوسه مونږ څهٔ کړي؟ کوم هنر مو زده کړو، او د څهٔ د پاره مو دغه هنر پکار راویستے ؟ د تع...

 



چې د پښتون د ترقۍ خبره کېږي، نو رسا خبره دا ده چې تر اوسه مونږ څهٔ کړي؟ کوم هنر مو زده کړو، او د څهٔ د پاره مو دغه هنر پکار راویستے ؟ د تعلیم‌ یافته طبقې لویه ستونزه دا ده چې یو څو ټکي ولولي نو په الله او رسول باندې اټیک شروع کړي. په دې طرزِ فکر باندې شدید ردّ کوو، ځکه میدان ورته پرېښودل نهٔ دې پکار. بل اړخ ته دیني عالمان په مناظرو کښې ښکيل دي نو مونږ هم مجبور یو چې خپل یو معتدل دریځ بیان کړو. په سیاست کښې اختلافات دومره شدید دے چې ګریوان ته لاس اچول پاتې دي، نور تقریبًا ټول حدود د کنځلو کراس دي، ځکه ترې لرې لرې وسم.


زهٔ څهٔ وئیل غواړم !!


اسلام وائي انسان بې مقصده نهٔ دے، مسؤلیّت لري، بیا اخلاق،  او روح صیانت غواړي. فلسفه وائي ، پوښتنه وکړه خو ځان په رېګزارونو کښې لکه د یوناني فلسفیانو،  لاوزي، کنفیوشس په شان مهٔ پرېږده، دین مکمل دے، هغوي د الله په لټون کښې وو چې ترې محروم پاتې شو، اوس زمونږه دغه ستونزه ختمه ده. ساینس وائي چې طبیعت قوانین لري او دغه قوانین زده کول غواړي، په دغه قوانینو به الله تعالیٰ نهٔ چېلیج کوے بلکې دنیا به پرې فتح کوے۔


ترقي څنګه وشي جې دغه واړه توکې بې سمّته روان دي، مونږ به هم کار ته وزګار شو او هم دغه ترقي د هر چا غوښتنه هم ده….هر ځهٔ د خلط محث ښکار دي ، صنعت کاري، طب، انجئنیري،  او ټېکنالوژي کښې کارونه کول پکار دي.


دغه زما ساده موقف دے….  یګانه ځوانان که زر له ما سره وے!!


خیام یوسفزے

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ