Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

ڈاکٹر خالق زیار

  ”د رڼا خبرې“ چې د چا په سر بدنام یم هم هغوي تُورې اېستلي هم هغوي راپسې شوي کۀ ئې لاس راباندې بر شۀ ما د خدای دپاره وژني دښمن ناست د خټ دپا...

 


”د رڼا خبرې“


چې د چا په سر بدنام یم

هم هغوي تُورې اېستلي

هم هغوي راپسې شوي

کۀ ئې لاس راباندې بر شۀ

ما د خدای دپاره وژني

دښمن ناست د خټ دپاسه

خلۀ ئې ډکه د خندا ده

ماته وائي ډېر په فخر

په دې خپل لښکر دې وژنم

چې دنیا ته دې مثال کړم

چې بیا بل څوک لکه ستا غوندې بې سره

دا جرأت په ژوند وۀ نۀ کړي

چې د جهل په تیارو کې

د رڼا خبرې وکړي 

/

#ډاکټر_خالق_زیار

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ