کشور سلطان په ېوه مرکه کښ واې چه بې نظېر جان مې ورندار اؤ وزېر جان مې سکه ترور وه. راحدت حسېن موسېقار هم د دغه کورنۍ سره تعلق لرلو. معشو...
کشور سلطان په ېوه مرکه کښ واې چه بې نظېر جان مې ورندار اؤ وزېر جان مې سکه ترور وه. راحدت حسېن موسېقار هم د دغه کورنۍ سره تعلق لرلو. معشوق سلطان، ممتاز بېګم ، اقبال بانو ، فرېده خان ، شکېله ناز ، ثمېنه ناز ، دا د بې نظېر جان نزدې رشته دارانې وې ، د پښتو موسېقۍ لوې نوم چه حمزه بابا ۍ په خپل کتاب نقش حېات کښ هم ذکر کړې دې د پخوا زمانې د ګلشن کمپنۍ مېوزک ډاېرېکټر دلبر راج هم د دغه نامتو کورنۍ سره تعلق لرلو ، ېو وخت وو چه د کشور سلطان مور بخت النساء چه په مردانۍ مشهوره وه . ختم النساء ېعنی چشتی چمن جان، مھرالنساء ، صبرالنساء ، ممتاز بېګم ، دزېر جان ، بې نظېر جان ، پتلی جان ، دا ټولې تقرېبا په ېوه زمانه کښ د موسېقۍ د فن په دنېا کښ مشهورې وې اؤ هم دغه کورنۍ وه چه پکښ زنانه سندرغاړې ډېرې وې . ېو وخت وو چه دا ټولې هنرمندانې لکه د نورو فنکارانو په مردان پولېل ګنج کښ اوسېدې هم د مردان نه به ودونو اؤ ښادو له هم تلې اؤ ډلی ، کلکتې له به رېکارډنګ له هم تلې .
د کشور سلطان د زېږون نېټه ۱۹۳۶ ده د پلار نوم ۍ محمد روشن وو چه په روشن چوھدری مشهور وو طبله به ۍ غږوله . د کشور سلطان ېوه خور چه په پتلی جان ېادېده هم فنکاره وه د کشور سلطان د مور نامه بخت النساء وه چه په مردانۍ مشهوره وه دا هم د خپل وخت نامتو سندرغاړې وه . د کشور سلطان پالنه د لې او سر په کور کښ شوې وه په رېډېو کښ ۍ ړومبۍ نغمه د ګلستان بابا کلام ؛ ېا الھی راولې ېو ځل ګل خندان زما ؛ رېکارډ کړې وه دا کلام ړومبې عبدالله جان استاد په تورو ککوړو کښ رېکارډ کړې وو
بېا دغه سلسلې دوام ووموندو اؤ په رېډېو کښ ۍ په سلګونو سندرې رېکارډ کړې ، خېال محمد ، هداېت الله ، ګلرېز تبسم اؤ نورو سندرغاړو سره ۍ هم ډېرې برغېزې سندرې رېکارډ کړې
پښتو موسېقۍ کښ مونږ سره د ګوتو په شمار ېو څو زنانه سندرغاړې دی چه غزل به ۍ ډېر خه وېلو لکه مه جبېن قزلباش ،عقل مېنه ، شکېله ناز په اوسنی وخت کښ نازېه اقبال اؤ مېنه ګل په دغه ټولو کښ بېا کشور آپا ډېر خه غزل وېلې دې
د مثال په توګه دا لاندې غزلې چه تر ننه مشهورې دی
زه د اشنا سترګو بلا اوخوړم
چاته فرېاد اوکړم چه چا اوخوړم
ورک د سوال لېدل شه نه لېدل د دې نه ډېر خه دی
لباسی خندا ده ژړېدل د دې نه ډېر خه دی
څو به شمارم زه غمونه د هجران
دومره ډېر دی لکه رېګ د بېابان
د کشور سلطان د خاوند نوم طارق محمود وو چه د کشور سلطان وېلې شوې ټولې سندرې ۍ په ېو رجسټر کښ لېکلې وې . کله چه زه د لېکوال جرېدې د پاره د انټروېو په سلسله کښ د کشور سلطان اپا کور ته ورغلې ووم نو طارق محمود ماته دغه رجسټر ښودلې وو اوس خبر نه ېم چه دغه رجسټر به چا سره محفوظ وی اؤ که ضاېعه شوې به وی. د کشور سلطان ېو زوې واحد طارق وو چه په رېډېو کښ ۍ دا مشهوره سندره وېلې وه
په غرېبۍ مې چه شرمېږې بېا به نه راځمه
خېر دې چه ته پې خفه کېږې بېا به نه راځمه
روستو بېا دغه سندره سره زما ډېرو سندرغاړو وېلې وه اؤ تر اوسه پورې ۍ خلق خوښوی . د کشور سلطان د سرونو دغه سفر ډېر په جوبن کښ وو چه واحد طارق ورته د ګردو په مرض په کټ کښ پرېوتو . د علاج د پاره ې هر څه تر دې چه خپل ذاتی کور هم خرڅ کړو ولې د ډېر کړاؤ اؤ تاوان باجود هم د واحد طارق مرض خه نه شو او هم د دغه مرض د لاسه په کال ۱۹۹۳وفات شو . د کشور سلطان ېوه لور چه نامه ۍ مھرالنساء وه د فن نوم ۍ جانانه وه چه د محترم استاد خېال محمد کور ودانې وه اؤ زما د ډېر نزدې کشر او خه سندرغاړی وصال خېال مور بی بی وه . ډېرې سندرې ۍ د خېال محمد استاد سره په رېډېو او فلمونو کښ وېلې دی خو چه کله ۍ خېال محمد استاد سره واده ووشو نو دغه هنر ۍ پرېخودو او په کال ۲۰۰۵ کښ وفات شوه .
کشور سلطان ته به مونږ کشرانو هنرمندانو د مېنې او احترام نه کشور آپا وېل
کشور سلطان د رېډېو نه علاوه په ټی وی او فلمونو کښ هم ډېرې سندرې وېلې دی ، پښتو فلم دره خېبر کښ ړومبۍ سندره دا وه چه
ګورمه شرمېږمه ورتلې نه شم باران دې
ځار شمه زړګېه نن راغلې مې جانان دې
دغسې فلم دېدن کښ دا سندرې خو تر ننه پورې مشهورې دی چه
ورک د مېنې نوم شه دغه حال ته چه نظر کړی څوک
زړه به چاله ورکړی څوک دغه زمانه کښ
د چا په زړه کښ ارمانونه په سلګو پراته وی
د چا قسمت کښ راحتونه په دلو پراته وی
کشور سلطان د مشهور روحانی شخصېت حضرت عبد الستار شاه باچا جان مرېده هم وه . ما په ړومبی ځل د باجا جان په عرس کښ د استاد رفېق شنواری سره په قوالۍ لېدلې او اؤرېدلې وه . روستو مې ورسره بېا ډېر لېدل کتل او ملاقاتونه شوې وو د ژوند په روستو ورځو شپو کښ به زمونږ کور ته راتله . زما مېرمن سره ۍ ډېرې خبرې شرېکې کړې دی چه دلته د لېکلو نه دی . هغه په صحت کمزورې شوې وه تر دې چه د سندرو وېلو نه پاتې شوه ناروغۍ وونېوه اؤ په ۲۱ د ستمبر کال ۲۰۰۱ کښ وفات شوه . د استاد خېال محمد د حجرې شاته مقبره ده په دغه مقبره کښ د کشور سلطان د هغې د خاوند طارق محمود اؤ د هغې د بچو واحد طارق او جانانه قبرونه دی . الله پاک دې ټول ووبخښی . په ګور ۍ نور او ېاد ۍ تل پاتې
دې کښ هېڅ شک نشته چه کشور سلطان آپا ته ډېر اېوارډونه تر دې چه صدارتی اېوارډ هم ملاؤ شوې دو ډېرو ملکونو ته د اسټېج پروګرامونو د پاره هم تلې وه ولې کله چه د فن خبره شی نو خلق ۍ خوښوی ولې د بده مرغه په پښتنه ټولنه کښ هنر مند ته هغه مقام څوک هم نه ورکوی کوم چه د هغه حق وی څوک ۍ په مېراثېانو او څوک ۍ په نورو سپکو نومونو ېادوی خو که هم د دغه هنرمندانو جرړې وولټولې شی نو د ډېرو خو کورنېو سره ۍ تعلق وی هم دغه شان د هر هنرمند سره کېږی کوم چه د کشور سلطان آپا سره ووشو . حالانکې هم دغه هنرمندان دی چه د پښتو ادب اؤ ثقافت خدمت کوی . د جنګ مېدان وی که د ښادۍ هم دا هنرمندان وی چه په خپلو سندرو ۍ تودوی.
د کشور سلطان آپا په ژوند اؤ هنر ډېرې خبرې کېدې شی خو زه وړې لېکنې په دې خاطرکوم چه اوږدې اؤ تفصېلی لېکنې څوک نه لولی . :_. مننه
نوټ :=. د ځېنې معلوماتو او حوالو د پاره د ملګری حاجی محمد اسلم لېکلې شوې کتاب ؛ تېر هېر آوازونه ؛ مننه کوم
ستاسو
ګلزار عالم

کوئی تبصرے نہیں
Hi