Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

ڈاکٹر محمد اعظم اعظم

  ډاکټر محمد اعظم ،اعظم  څه که بدل نشو دستور دجانان هغسې دے اے لیونتوبه د دردونو درمان هغسې دے سپرلے بدل شو خو دستور دخندا نوے نشو ګل په ګلش...

 



ډاکټر محمد اعظم ،اعظم 


څه که بدل نشو دستور دجانان هغسې دے

اے لیونتوبه د دردونو درمان هغسې دے


سپرلے بدل شو خو دستور دخندا نوے نشو

ګل په ګلشن کې ولاړڅیرې ګرېوان هغسې دے


خوشحالي رانغله او لاړې د امید ژوندونه 

غم ولاړ هغسې دے عمر روان هغسې دے 


زمکه خبر ده چې د عشق پټی ښېرازه لرو 

اسمان ته ګوره چې د اوښکو باران هغسې دے 


چرته غمګین چرته رنګین شولو داستان د مینې

ګران دے هم هغه شان اعظمه اسان هغسې دے

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ