Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

د ارواښاد لائق زاده لائق یاد

  د ارواښاد لائق زاده لائق   یاد (15.01.1959-30.10.2023)   پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه  او فطري توګه  پښتانه ام...

 



د ارواښاد لائق زاده لائق   یاد

(15.01.1959-30.10.2023)

 

پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه  او فطري توګه  پښتانه امن خوښی قام دی.  شعر، شاعرئ  او موسیقی  سره مینه لری. هر هغه  لوستي او نا لوستي پښتانه چې د خپل کولتور نه پردی  شوی نه وی نولږی او یا ډیري  پښتو لنډئ او ټپې به ئې خامخا زده وی.


د پښتو د ادب په  اسمان  ډیر ځلانده ستوري ځلېدلی دی او پښتون ملت چې زرګونه کاله روڼ پیښلیک (تاریخ) لری   په خپله خاوره ډیرویاړلی نومیالي،منلي پوهان، ادیبان، شاعران او لیکوالان   زیږولی دی چې د پښتنی کولتور د سمسورتیا او بډاینی لپاره ئی نه ستړی کېدونکې هلې ځلې کړی او لا کوی ئی ،پدی  ډله کې ارواښاد لائق زاده لائق  ځلانده او وتلی نوم  او شهرت لری.


ارواښاد لائق زاده لائق   پیدایشی شاعر  وو، د پښتو ژبی منلی او وتلی  ادیب ، ژورنالست  او څیړونکې  او یو ډیر اړخیز سړیتوب (شخصیت) وو،   د ادب په ډګر کې په ټولو لارو ګرځیدلی  ،دخپل لوړ تفکر، پوهی، هنر ، مهارت او پوره تجربی له امله د ادب په ټولو برخو  برلاسی  اوپه ادبی بهیر کی یو ځانګړی مقام لری. 

د خپل ژوند ډیره برخه ئی د خپلی مورنئ ژبی (پښتو) او پښتنی کولتور د چوپړ  لپاره وقف کړی وه . 


د پښتون قام او پښتنو د ابادۍ ، سوکالۍ، امن، پوهی او بیدارئ  لپاره ئی قلم پورته  کړی ،د پښتنی کولتور لمن  ئی  په  ارزښتناکو لیکنو، شعرونو، نظمومونو، نثرونو، افسانو، لنډوکېسو، کالمونو، مقالو،  ډرامو او په څیړنو ښکلی او غنی کړی ده، د ګڼو لیکوالانو او شاعرانو  په کتابونو ئی سریزي لیکلی دی.  

د لیک ژبه ئې  روانه، ساده او اسانه ده. ټول خلک پرې پوهیږی


ارواښاد  لایق زاده لایق صیب د ۲۰۱۱ع کال د اکتوبر په میاشت کې  د اروپائی سفر په لړ کی  جرمنی ته راغلی ؤ، نوموړی دلته هم  خپلی ادبی  هلې ځلې جاری وساتلی د ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو،  سیاستوالو او ژورنالستانو سره ئی لیدني کتني وکړی، په بون ښار کی ئی د المان غږ راډیو او په پراګ کی ئی دازادئ او مشال راډیو له کارکوونکو او ملګرو سره دنظریو بدلون وکړ او په هغه ادبی  بنډار کی ئی هم ګډون وکړ چی  دده په ویاړ دکولن په ښار کی جوړ شوی ؤ.


د«خوبونو تعبیرونو» په نامه سفرنامه  ئی ولیکله  چې  د «ماته ائینه » د افسانو په بڼه به په سفر نامه کې  یو ځانګړی  نوښت وي.


دغه  راز د نوموړی د ډیرو نورو ګټورو لیکنو او کتابونو ترڅنګ «فنکار نه مری څېړنیز کتاب دی، چې د پښتنی کولتور او ادب  په برخه  کی یوه ډیره ګټوره پلټنیزه څیړنه ده چې ډیرو کلونو په ترڅ کی تر سره شوی ده او دپښتو ژبی د پنځوسو هغه هنرمندانو ژوند لیکونه  او حال احوال ئی پکې خوندی کړی چې اوس زمونږ سره جسمانی موجود نه دی. دا څیړنه  ئی  بی ساری او ډیره ارزښتناکه  ده.


د فن او هنر په برخه کې هم د ارواښاد لائق صیب  هلې ځلې پوره د ستاینی او قدردانئ وړدی، د ګڼ شمېر نامتو پښتنو سندرغاړو لارښونه ئی کړی، روزلي  او پاللی  ئی دی ،له دوئ سره  ئی دفن او هنر په برخه کې پوره پوره مرسته کړی ده چې له دغه ډلی څخه د بیلګی په توکه د مېرمن  نازیه اقبال، د پښتو موسیقئ د بابا استاد خیال محمد کشر ځوی  ښاغلی وصال خیال، ښاغلی خالد ملک، ښاغلی ماسټر رحیم ګل، مېرمن غزاله جاوید او داسی نورو هنرمندانو نومونه د یادونی وړ دی.


د پښتو موسیقئ د نامتو کمپوزرانو او موسیقی جوړونکو استاذانو هر یو  ښاغلی ماسټر علی حیدر، استاد نظیر ګل،ښاغلی  شاکر زیب نوشیروی، ښاغلی نظر محمد زرو، ښاغلی فرخ زیب نوشیروی او داسی نورو سره ئی دموسیقئ  په ډګر،ددوئ  په پیژندګلوۍ کې پوره ونډه لرلی ده.


له ۸۰۰نه زیات  شعرونه ئی  د پښتونخوا د بیلابیلو پیژندل شویو او نامتوسندرغاړواو هنرمندانوله خوا په راډیو، تلویزیون، فلمونو،حجرو،دیرو او نورو محفلونو کې ویل شوی دی چی پدی سره ئی د نالوستو پښتنو  غوږونو ته هم خپل  پیغام رسولی دی.


خدای بخښلی  لایق زاده لایق د ۱۹۵۹ع کال د جنور ئ د مېاشتي په پنځلسمه نیټه د پښتونخوا دسوات په ښکلی سیلانی سیمه کې  دمدین په کلې کې  دونیا ته سترګي غړولی دی. لومړنئ زدکړه ئی د خپل کلي د هائی سکول (لیسی) او لوړی زده کړی  ئی،په سیاست، پښتو ادب او اردو ادب کې سر ته رسولی دی ، د وکالت  ډګرئ او په پښتو ادب کې د انرز خصوصی سندونه هم لاس ته راوړی دی.د ورکوټی والی راهیسی ئی د پښتو ادب لمن ټینګه نیولي ، د شعر لیکل  ئی د ۱۹۷۱ع کال  راهیسی شروع کړی  ، د شاعرئ  سربیره ئی د نثر او څیړني  په برخه کې   پوره زیار ګاللی دی.


د نورو ګڼو ادبی هلوځلو تر څنګ ئی په ۱۹۷۸  کې په جهانزیب کالج سوات کې د سرحد سټوډنټس فیدریشن بنسټ  هم کېښوده چې د مترقې ذهن  پوهیدونکي (سټوډنټان) پکې راټول  شول.


ښاغلی لایق زاده لایق   په ۱۹۸۳ع کال کې دژورنالیزم په ډګر کې دپیښور راډیو د پروډیو سر په توګه د خپل عملی ژوند پیل وکړ ،د ګڼو ورځپاڼو او مجلو سرسره د وحدت ورځپاڼـی همیشنی  قلمې همکار پاتي شوی دی. 


دښونځی  (سکول) او کالج   په دوران کې ئی ګڼ  شمېر افساني او شعرونه په «ایلم» مجله کې خپاره شوی دی. له ۳۷۰زیاتې ريډیائی ډرامي ئی لیکلی او   نشر شوی دی.


ارواښاد لایق زاده لایق د پیښوراو د کوهاټ راډیود ډایرکټر د دندی  سربیره  په ګڼو  بیلابیلو سرکاري  لوړو کرسیو هم کار کړی دی، چې دپښتون  قامي وحدت ستر لاښود ښاغلی محمد افضل خان لالا (د پاکستان په مرکزې کابینه کې  وزیر ؤ) پرایویټ سکرټری هم پاتی شو دی.


د ادبي او کلتوري خدمتونو په دی لړ کې چې کله په کال ۱۹۹۸کې  په پیښور کې د پښتونخوا د پوهني دیره جوړه شوه نو ښاغلی  لایق زاده لایق ئی د مشر په  توګه وټاکل شو، چې دپوهنې دیرې په چوکاټ  کې  ئی تر اوسه   له سلو زیات کتابونه  چاپ کړی اوګڼ شمېر د موسیقئ ماښامي ئی جوړ کړی دی ، د ګڼو پښتنو پوهانو، شاعرانو او ادیبانو د کتابونو سریزی  ئی لیکلی د کتابونو په چاپ  او پروف کې  ئی ورسره هر اړخیزه مرسته کړی او ددوئ  لیکنو ته کتابی شکل ورکړی دی.


دغه راز نوموړی ته دده د ادبی خدمتونو له امله  د پاکستان سره سره په بهرنیو هیوادونو کې  له ۲۲څخه زیات  ایوارډونه اوستاینلکونه ورکړی شوی دی.


زه چې كتاب پسې كتاب ليكم

حال د زړګى خانه خراب ليكم

د لېونتوب د هرې ساه په نامه

يـو بې عنوانه اضطراب ليكم


په ادبی تاریخ کې دښاغلی لایق زاده لایق ادبی زیاراو لیکنی ځانګړی ځای لری، د ادب  په بیلابیلو برخو کې ئی پنډپنډ ارزښتناک او ګټورکتابونه  لیکلی ،او خپلی  ټولني ته وړاندی کړی دی ،چی په لاندی


د تکـړه  قــلـم لیـکـنه نـ­ــه  ورانـیـــږی

کـه ئې ووینـځی هرڅوئی ښه صفا کښې

د تکړه قلم رنګ پـــوخ وی نـه څـریــږی

ستوری ویل پوخ وی دژوندپه پرمختیاکې


مرحوم لایق صیب په تکړه قلم لیکني کولې   او داسې یوه ورځ به ئی  تیره کړی نه وی چې شعر، نظم او یا نثر به ئی لیکلی نه وی  تر هغی به نه ویده کېده، چې څه ئی لیکلی نه و . په هره لیکنه او شعر کې ئی  د امن  ، دمینی ،ورورولئ، انسانیت او د قامي احساس د بیدارئ ارزښتناک   او اغیزمن پیغام  پروت دی ،فکر او ذهن ئی پښتون دی ، د پښتنو د امن اوسوکالئ ارمان په زړه کې پروت وو. په قلم او لیکنو دی برکت وی


زما په اند د لایق صیب د ژوند او ادبی هلو ځلو په هر اړخ دکتابونو دلیکلو  اړتیا ده. پښتانه پوهان،څیړونکي او  د قلم خاوندان بایده دی  چې دی برخی ته پام راوګرځوی  د خپلی ژبی او ادب د ټولو چوپړیانو د ژوند او ادبی هلو ځلو بیلابیل اړخونه راوسپړی او پښتون قام ته ددوئ خدمتونه  او کارنامې وخت په وخت وړاندی کړی.

اروا یې ښاده او په ګور یې نور

په درناوی

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ