Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

ڈاکٹر محمد اعظم اعظم

  ارواښاد پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم لاړ که مې نظر شي زه به ستا لارې ته ګورمه را دې شي اجل خو د وفا لارې ته ګورمه څو به مې نظر کوي منزل په...

 



ارواښاد پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم


لاړ که مې نظر شي زه به ستا لارې ته ګورمه

را دې شي اجل خو د وفا لارې ته ګورمه


څو به مې نظر کوي منزل په حجابونو کښې

څو به دې د خلکو نه په غلا لارې ته ګورمه


ستړې يم د خپل فکر تر کوره رسيدې نه شم

وړې يم د چا ورکې سودا لارې ته ګورمه


ورک رانه منزل دی د رسمونو په ګردونو کښې

ستا په لورې ځم خو د دنيا لارې ته ګورمه


اوسم چې خاموشه د تيرو په زندانونو کښې

تورو، تورو شپو زه د صبا لارې ته ګورمه


واړه څهرې ورکې شوې د وخت په غبارونو کښې

چا پسې شوم خاورې دا د چا لارې ته ګورمه


نه پرېږدي اعظمه د يادونو محفلونه مې

مخکې، مخکې ځمه خو په شا لارې ته ګورمه



کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ