Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

تسکین مانیروال

  حالاتو راکړو او کۀ بخت راکړو هر څۀ چې وو ګوزار ئې سخت راکړو ربه  مننه د   ستا  ډېره  ډېره  جېب دے خالي او زړۀ دے مست راکړو ‏بس چې يو ځل يې...

 



حالاتو راکړو او کۀ بخت راکړو

هر څۀ چې وو ګوزار ئې سخت راکړو


ربه  مننه د   ستا  ډېره  ډېره 

جېب دے خالي او زړۀ دے مست راکړو


‏بس چې يو ځل يې پښېمان ووينم

د وخت مالکه که دے وخت راکړو


ما وئيل دنيا سره به جنګ کؤمه

ماله خو يو  سړي  شکســت  راکړو!


تسکينه !!  ځان قسمت ته سپارمه زۀ

تخته  يې  راکړه  کۀ  يې  تخت  راکړو


 ارواښاد تسکين مانېروال

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ