Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

ڈاکٹر ہمدرد یوسفزے

  ګټه او تاوان چرته ورک شوے دے ګورم رانه ځان چرته ورک شوے دے ټول خلک په لار د دروېزه راوان   خدایا ! پېر روښان چرته ورک شوے دے زه د سردریاب ...

 



ګټه او تاوان چرته ورک شوے دے
ګورم رانه ځان چرته ورک شوے دے
ټول خلک په لار د دروېزه راوان 
 خدایا ! پېر روښان چرته ورک شوے دے
زه د سردریاب په غاړه ګرځمه 
پل د باچا خان  چرته ورک شوے دے
زور د بهرامیانو اوبه نه شو لا 
غږ د خوشال خان چرته ورک شوے دے
غږ د ملالې د ټپې نه راځي 
ننګ د ایوب خان چرته ورک شوے دے
ټولې فرښتې کابل ته لار ګوري 
چا وې چې شیطان چرته ورک شوے دے
هغه همدرد څه شو هله غږ شه ته 
ژوند د بېبو جان چرته ورک شوے دے 
همدرد

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ