Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

  د يوې زمکې ګڼ شاعران څۀ عجیبه ده‘ چې ستا خوا کښې بې ثمر شي سړے لــۀ خپل نظــر پرېــــوځي څـــۀ به معتبر شي سړے  دومره ښائست چې د دې ښار پۀ...

 



د يوې زمکې ګڼ شاعران


څۀ عجیبه ده‘ چې ستا خوا کښې بې ثمر شي سړے

لــۀ خپل نظــر پرېــــوځي څـــۀ به معتبر شي سړے 


دومره ښائست چې د دې ښار پۀ جام کښې نۀ ځائیږي

لۀ خپلــــه خاکــــه پۀ کوم کوم پسې بهــر شي سړے 

   

دومــــره اُوږده ده دا د ځــــان د پېـــــژنــدنې لاره 

دومــــره اُوږده ده چې بس ستړے پۀ سفر شي سړے 


ژوند کښې دهجــــر نه یؤ ځل راتېـــــرېدۀ پکار دي 

نور څۀ کۀ نۀ شي، د خپل ځان نه خو خبر شي سړے 


دا خلـــق ولې د رنځــــورو ستـــــــرګو حـــال پټــوي

تسنیمه ! درست دې عطـر دان ټول دې اګر شي سړے


ارواښاد رياض تسنيم


------------------------------------------


چې د رقيب غوندې بې زوره زورَور شي سړے

زړګيه څۀ دې خيال دے دۀ له خو چې ورشي سړے


هسې تپوس کوم چې روغ به ترې راتلے شي کۀ نه ؟

چې د تېرو تېرو بڼو سره په شر شي سړے


پکار خو دا ده چې د چا سره خلۀ نۀ ګډوي

پکار خو دا ده چې لۀ هر چا مرور شي سړے


تاوان ئې دا دے چې د هر پښتون په اوښکو کښې دے

ګټه ئې څۀ ده چې پۀ دې لوبه کښې سر شي سړے


د پښتنو د ژوند احساس به ورته هله وشي

چې د پښتون پۀ شان پخپله در په در شي سړے


لوهاره هله به د هر څۀ نه خبر شي سړے

چې دخپل ذات د دائرې نه رابهر شي سړے


فضل رحيم لوهار


--------------------------------------------

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ