ستا هر قدم ته چې نظر په لار غوړېږي زما په ځان مې شک شي چې مئين دې کړمه تۀ چې لۀ ورايه شې ښکاره زړګے درزېږي زما په ځان مې شک شي چې مئين دې ...
ستا هر قدم ته چې نظر په لار غوړېږي زما
په ځان مې شک شي چې مئين دې کړمه
تۀ چې لۀ ورايه شې ښکاره زړګے درزېږي زما
په ځان مې شک شي چې مئين دې کړمه
په نۀ خبره چې خفه شمه ګيلې کومه
ګلابه دا چل خو په مينه کښې وي
تۀ چې خبرې لنډوې او زۀ اوږدې کومه
ګلابه دا چل خو په مينه کښې وي
تۀ چې زما نه روانېږې زړۀ خورېږې زما
په ځان مې شک شي چې مئين دې کړمه
دا زۀ چې پاڼې ډکومه ستا نومونه ليکم
دا لېونتوب نۀ دے خالي د څۀ نه
لکه په ځان چې ستا د مينې تعويذونه ليکم
دا لېونتوب نۀ دے خالي د څۀ نه
خبره ورانه ده چې عقل څۀ رسېږي زما
په ځان مې شک شي چې مئين دې کړمه
دواړه د يو بل نه خبره د خپل زړۀ پټوو
خبرې ختمې شي څۀ اونۀ وايو
ياري کوو او هم لګيا يو يارانه پټوو
خبرې ختمې شي څۀ اونۀ وايو
ګلابه ستا غوندې په وېښه شپه تېرېږي زما
په ځان مې شک شي چې مئين دې کړمه
ستا هم اوتر اوتر کاتۀ جانانه هسې نھ دي
تۀ د عابد په زړګي ښۀ پوهېږې
ستا هم زما نه شرمېدۀ جانانه هسې نۀ دي
تۀ د عابد په زړګي ښۀ پوهېږې
دا ستا چې ما ته،ياره تا ته رنګ زېړېږي زما
په ځان مې شک چې ميين دې کړمه
# فضل سبحان عابد چې کوم کېفيات او احساسات سندره کړې دي،ما ته خو ډېر شاعرانه سرور رابخښي تاسو ترې هم خوند واخلئ

کوئی تبصرے نہیں
Hi