Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

پروفیسر لقمان کیمور

  غزل ستا انتخاب باندې دې اور اولګي سوال او ځواب باندې دې اور اولګي چې مورنۍ  ژبه مې نیشته پکښې  داسې نصاب باندې دې اور اولګي تل به شمېرنه پ...

 



غزل

ستا انتخاب باندې دې اور اولګي

سوال او ځواب باندې دې اور اولګي


چې مورنۍ  ژبه مې نیشته پکښې 

داسې نصاب باندې دې اور اولګي


تل به شمېرنه په پښتو کښې کؤوم

په بل حساب باندې دې اور اولګي


خپله کډۍ خپله خامته مې خوښه

مهین کېمخاب باندې دې اور اولګي


لپه اوبه چې ترینه څښلې نهٔ شم

په ډک دریاب باندې دې اور اولګي


ده تنده غري تنده لا زیاته کړي

په تش سراب باندې دې اور اولګي


هغه چې مونځ به مزدورانو کوي

جي او جناب باندې دې اور اولګي


بې پوهاوي که یې په یادو یاد کړي

دغه کتاب باندې دې اور اولګي


چې بیګارونه، قلنګونه اخلي

خان او نواب باندې دې اور اولګي


زه ده کېمور په تخلص مین یم

د سر خطاب باندې اور اولګي

پروفېسر لقمان کېمور

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ