غزل زۀ خو د ژوند د لارې هاغه سر ته ورسېدم تۀ چرته پاتې شوې اشنا! زۀ چرته ورسېدم اے مينې ستا د هر موسم باد سره والوتمه نۀ د ګلاب ، نۀ د شغلې ...
غزل
زۀ خو د ژوند د لارې هاغه سر ته ورسېدم
تۀ چرته پاتې شوې اشنا! زۀ چرته ورسېدم
اے مينې ستا د هر موسم باد سره والوتمه
نۀ د ګلاب ، نۀ د شغلې ځيګر ته ورسېدم
چې د خپل کور تيارۀ کښې ګوته قدرې نۀ شم ليدے
څۀ کۀ زۀ والوتمه لاړم نمر ته ورسېدم
مينې چې ورک دې د جنون په سپېره دشته کړمه
زۀ ګام په ګام ، زۀ لور په لور دلبر ته ورسېدم
چرته چې مينې د حسرت خاورې په سر نوستلې
زۀ د سپرلي د بڼ سيلۍ شوم ورته ورسېدم
اول يې زلفې کړې خورې بيا يې راواړوو مخ
ما وې چې څنګه په ماښام سحر ته ورسېدم
هره کشتۍ راته د تورې بلا خلۀ ښکارېږى
دا د دوران د درياب کوم ګودر ته ورسېدم
ـــــــــــــــــــــــــــ
#اندېش_شمس_القمر

کوئی تبصرے نہیں
Hi