Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

صاحب شاه صابر

  ستا د قامت ستا لۀ وربله بلا  په ما پرېوتې څو څو ځله بلا مۀ! په خورو زلفو دې لاس مۀ وهه  راپاروې راپسې څلـــــــــه بلا  ستا د نظره هسې نۀ ...

 



ستا د قامت ستا لۀ وربله بلا 

په ما پرېوتې څو څو ځله بلا


مۀ! په خورو زلفو دې لاس مۀ وهه 

راپاروې راپسې څلـــــــــه بلا 


ستا د نظره هسې نۀ ويرېدم 

ما دې په سترګو کښې ليدله بلا 


ما مېخانې ته صحي نۀ بوتللې 

ما دې د سره پاڅـــــــــوله بلا 


زۀ د حالاتو جبر شل نۀ کړمه 

په ما پرېوتې ده څۀ بـــله بلا 


که د جانان د سيوري لرې لاړم 

خو ځي مې نۀ د زړۀ لۀ تلۀ بلا


صابره! څوک د چا بلا څۀ کوي 

د هر چا خپل غمونه خپله بلا


صاحب شاه صابر

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ