Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

گلزار عالم

  ‎په رامداس بازار پېښور ښار کښ زما د پلار د ټېلرۍ جاموګنډلو دوکان وو هسې خو به زما د پلار دوکان ته د جامو ګنډلو له پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر خلق راتلل...

 



‎په رامداس بازار پېښور ښار کښ زما د پلار د ټېلرۍ جاموګنډلو دوکان وو هسې خو به زما د پلار دوکان ته د جامو ګنډلو له پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر خلق راتلل ولې چه په دغه رامداس بازار کښ د جامو ګنډلو ېواځېنې دوکان زما د پلار وو ، په وړوکوالی کښ چه زه به د سکول نه راغلم نو پلار سره به دغه دوکان کښ کېناستم ا‌ؤ قمېص پرتوګ ګنډل مې زده کړې وو په هلک والی کښ به ما هم د پلار سره جامې ګنډلې ، کوم خلق چه به زمونږ دوکان ته د جامو ګنډلو د پاره رتلل په دغه خلقو کښ پنځه شپږ کسان داسې وو چه اوس هم زما ېاد دی ، په دغه کسانو کښ ېو استاد سبز علی خان وو چه د خپل وخت مشهور سندرغاړې وو بل ارواښاد احمد خان وو چه هغه هم د هغه وخت مشهور سندرغاړې وو، احمد خان سره به احمد ګل استاد ېوځې راتلو چه هغه وخت ځوان وو ا‌ؤ ما به ورته ماما وېل ، بل د خپل وخت مشهور دېنی ا‌ؤ مذهبی عالم مولانا امېر محمد المعروف بجلی گھر وو ، مولانا بجلی گھر زمونږ ګاونډې هم وو ، مونږ په ېوه محله ساربانان کښ اوسېدو د مولانا صېب مشر ځوې ېوسف ما سره ېو ځاې په سکول کښ سبق هم وېلو خو نن زه خبره په استاد سبز علی خان کول غواړم : ، د استاد سبز علی خان نېکونه ‌‌‌‌‌‌ډېر کلونه وړاندې د کشمېر نه بازی خېلو کلی ته راغلی وو ، بازی خېل د پېښور ښار سره په لږه فاصله کښ پروت ېو داسې کلې دې چه د فن ا‌ؤ ادب په حواله ځانګړې اهمېت لری د پښتو ژبې نامتو لېکوال، ادېب او شاعر قلندر مومند هم په دغه بازی خېلو کلی کښ پېدا شوې وو ، 

‎استاد سبز علی خان په کال 1910 کښ په بازی خېلو کښ د ېوسف خان کره زېږېدلې وو ، د ېوسف خان دوه زامن نور هم وو چه د ېو نامه محمد علی وه او د بل مېر علی وه ، دوه ۍ لونړه وې ېوسف خان زمېنداری کوله او ‌‌‌‌‌‌ډېر تقوی دار سړې وو ، سبز علی خان استاد په خپله دا خبره په ېو انټروېو کښ کوی چه د اووه کالو په عمر کښ پلار په سکول کښ داخل کړم تر لسم پورې مې سبق ووېلو ، ما به سکول کښ تلاوت کولو او په خاص موقعو به مې نعتونه هم وېل ، په بازی خېلو کښ زرداد نومې ېو سړې وو چه ‌‌‌‌‌‌ډېر خه رباب به ۍ غږولو او د شپې به ورسره په حجره کښ زلمو هلکانو ټپې ، چاربېتې وېلې زه به هم د موسېقۍ دې محفلونو له پټ پت تلم ، ېو شپه  په حجره کښ پروګرام راجوړ شوې وو : ماته ملګرو ووېل چه ېو څو ټپې ووکه ما ېو څو ټپې اوکړې په دغه محفل کښ مې تره هم ناست وو خو ما نه وو لېدلې هغه د لاسه وونېوم ړومبې ۍ په لاره لاره خپله خه ووهلم بېا ۍ نېغ پلار له راوستم ، چه پلار مې خبر شو نو هغه هم ‌‌‌‌‌‌ډېر زېات ووهلم او راته ۍ وېل چه توبه اوباسه چه بېا به دا کار نه کوم ، مور مې دې خداې اوبخښی هغې دپلار نه خلاص کړم. ورځې شپې تېرېدې خو زه به بېا پټ پټ د موسېقۍ پروګرامونو پسې ګرځېدم، پلار او تره به ما پسې ګرځېدل ، 

‎سبز علی خان استاد واۍ چه څه ورځې مې مزدوری اوکړه ېو څو روپۍ مې راجمع کړې او لاړم پېښور کښ مې ېوه باجه واخسته او کور ته مې را‌ؤره، د بده شامته پلار مې کور کښ ناست وو ، وېل هلکه سبز علی دا څه دې په څادر کښ را‌ؤړل. ما ورته وېل بابا دا صندوق دې هغه وېل چه ته را‌ؤړه چه زه ۍ اوګورم چه دا څنګه صندوق دې خو چه د څادر پسکې ۍ پرانستو نو باجه ۍ وولېده ،   تبر ۍ راواخستو او باجه ۍ ټوټې ټوټې کړه پلار مې ما پسې وهلو له رامنډې کړې خو زه ترېنه ووتختېدم، څه موده پېښور کښ ووم بېا دهلی ته لاړم په هغه زمانه کښ به ټول سندرغاړی د رېکار‌‌‌‌‌‌ډنګ د پاره  دهلی ا‌ؤ کلکتې ته تلل، هلته مې دوه چابېتې رېکار‌‌‌‌‌‌ډ کړې چه ېوه د عبدالمنان شاعر وه 

‎                       زمکه د مکې به زنګېدله له ټال 

‎                        په شان د زلزلې به زنګېده امر د رب وو 

‎بله چاربېته د غالب ګل شاعر وه 

‎               د دنېاګۍ فانی بازار دې دغه مانړۍ په وېنو سرې وېنمه 

‎                ځی هر نفس دې په رفتار دې چه د بېلتون پکښ نارې وېنمه

‎کله چه دغه ککوړی پېښور ته راغلل ا‌ؤ خلقو دا چاربېتې وا‌ؤرېدې نو ‌‌‌‌‌‌ډېرې مشهورې شوې زمونږ په حجره کښ هم په رېکا‌‌‌‌‌‌ډی باجه دا چاربېتې غږېدې پلار ا‌ؤ تره مې دواړه ورته ناست وو، پلار ته مې چا ووېل چه دا ستا د ځوې اواز دې هغه وېل چه دا زه نه منم ، پلار مې ما پسې ملګری پېښور ته راوولېږل چه سبز علی ما له راولۍ ، زه چه راغلم پلار مې راته وېل چه هلکه دا په رشتېاستا اواز دې ، ما سر ښکته کړې وو نو پلار راته ووېل چه د نن نه تاته اجازت دې خو په دې شرط چه دغه شان وېنا به کوې ، په دې خبره زه ‌‌‌‌‌‌ډېر زېات خوشحال شوم ، بېا ما پسې د رېکار‌‌‌‌‌‌ډنګ کمپنو والا راتله زه به ۍ بوتلم ا‌ؤ په لږه موده کښ مې په سو‌ؤنو لوبې او سندرې رېکار‌‌‌‌‌‌ډ کړې په دغه وخت حمزه شنواری هم په ګلشن کمپنۍ کښ کار کولو شاعری به ۍ هم کوله ا‌ؤ رباب به ۍ هم غږولو : د ودونو او ښادو د محفلونو سره سره زه پېښور رېډېو ته هم لاړم ا‌ؤ هلته به مې لاېیو ېعنی نېغ په نېغه پروګرامونه کول ځکه چه پېښور رېډېو کښ لا د رېکار‌‌‌‌‌‌ډنګ اسانۍ نه وې روستو بېا زه رېډېو کښ پوخ ملازم شوم ، سندرې به مې هم وېلې ا‌ؤ د موسېقۍ څانګه ۍ ماته حواله کړه ماته به ۍ سانګ سپرواېزر وېلې دا ټول سندرغاړی به راتلل ما به ورله طرزونه هم جوړول ا‌ؤ.د سندرو انتخاب به مې هم ورله کولو :  کله چه پاکستان جوړ شو نو دهلی ا‌ؤ کلکتې ته تږ را تږ بند شو نو د سبز علی خان استاد ټوله توجو پېښور رېډېو ته شوه ، د پاکستان د جوړېدو نه روستو په ‌‌‌‌‌‌ډبګرۍ بازار کښ هز ماسټر کمپنۍ ېوه سټو‌‌‌‌‌‌ډېو جوړه کړې وه سبز علی خان استاد په دغه کمپنۍ کښ هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې سندرې رېکار‌‌‌‌‌‌ډ کړې دی : 

‎د پی ټی وی د قوالېانو پروګرام کښ زه د ارواښاد فداحسېن سره اشنا شوم څو ورځې روستو زه فدا حسېن ځان سره زوړ رېډېو اسټېشن ته بوتلم ،هغه د حجرې مجلس پروګرام کښ د شرکت د پاره تلې وو ، استاد سبز علی خان چه زه اولېدم نو راته ۍ ووېل چه د ماسټر ځوېه ته دلته څه کوې ما درته وېل چه زما هم د موسېقۍ سره ‌‌‌‌‌‌ډېرشوق دې غواړم چه رېډېو کښ سندرې وواېم ، زه ۍ ځان سره دفتر ته بوتلم ا‌ؤ ېوه چابېته ۍ راته په خپلو لاسونو وولېکله ما له ۍ راکړه ا‌ؤ راته ۍ ووېل چه دا چاربېته ېاده کړه ا‌ؤ بېا راشه : پخوا چه به د سندرغاړو نه د آواز امتحان اخستلې کېدو نو د هر څه نه ړومبې به ۍ ترېنه ټپه چاربېته ا‌ؤرېده ، ما دغه چاربېته ځان سره ېوړه خو په ېونېورسټۍ کښ د امتحانونو له وجې رېډېو ته لاړ نه شوم ، 

‎استاد سبز علی خان له خداې شپږ ځامن ورکړې وو ممتاز علی خان، ګوهرعلی خان، امان الله خان، افتخارعلی خان ا‌ؤ عابد علی خان ولې په ځامنو کښ ۍ ېو ځوې هم د موسېقۍ هنر زده نه کړو څوک په سرکاری محکمو کښ نوکران شول څوک خپل کاروبارونه کوی . په کال ۱۹۸۳ کښ استاد سبز علی خان ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت ناروغه شو، ځامنو ورله ‌‌‌‌‌‌ډېر علاجونه وکړل ولې مرګ حق دې ژوند د هېچا سره وفا نه کوی داسې دا نامتو سندرغاړې د مارچ د مېاشتې په ړومبی تارېخ کال ۱۹۸۳ د زېارت په ورځ وفات شو ا‌ؤ لنډۍ اخون محمد ته مخامخ د خوړ په غاړه په لوېه مقبره کښ د درې توتانو د سوری لاندې خاورو ته اوسپارلې شو ، په ګور ۍ نور ا‌ؤ ېاد ۍ تل پاتې : 

 

‎نوټ : د ځېنې حوالو ا‌ؤ د عکس له پاره د خپل خوږ ملګری حاجی محمد اسلم 

‎مننه کوم 


‎ستاسو 

‎ګلزار عالم 


#GulzarAlam #GulzarAlamOfficial #ګلزارعالم #GulzarAlamMusic

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ