د ګلستان بابا درې ځامن وو ، د مشر ځوې نوم ۍ نثار جان وو ، نثار جان هم سندرغاړې وو ، پېښور رېډېو کښ ۍ څو سندرې اوس هم شته داسې وېل کېږی چه...
د ګلستان بابا درې ځامن وو ، د مشر ځوې نوم ۍ نثار جان وو ، نثار جان هم سندرغاړې وو ، پېښور رېډېو کښ ۍ څو سندرې اوس هم شته داسې وېل کېږی چه نثار جان له چا زهر ورکړې وو او هغه په ځوانۍ کښ مړ شوې وو : د ګلستان بابا دوېم ځوې عبدالله جان وو چه د خپل وخت مشهور سندرغاړې وو او په دې لېکنه کښ به درسره د عبدالله جان د ژوند او هنر په حقله تفصېلی ذکر کوم: د ګلستان بابا درېم ځوې ېوسف جان نومېده او زما ورسره د ژوند په روستی وختونو کښ دوه درې ځل لېده کاته شوې وو ، ېوسف جان هېڅ کار روزګار نه کولو کله به ېو کلی کښ پاتې کېدو او کله بل کلی کښ. دغسې د ژوند په آخری وختونو کښ تخت بھای کښ چا سره دېره وو چه په حق اورسېدو او هم هلته ۍ قبر دې
عبدالله جان په ۱۹۲۱- 1921 کښ اکبرپوره کښ پېدا شوې وو د عبدالله جان د ماما ګانو تعلق د موسېقۍ د هغه کورنۍ سره وو چه په مزارونو اؤ زېارتونو کښ به ۍقوالۍ کولې، د ېو ماما نوم ۍ الله بخش وو چه طبله به ۍ غږوله د بل ماما نوم ۍ کرېم بخش وو چه هارمونېم به ۍ غږوله ؛ عبدالله حان به خپلو دغه ماماګانو سره ډېر کېناستو پاسېدو نو لازمی خبره ده چه عبدالله جان د هغوی نه د موسېقۍ اثر هم اخستې وو خداې ورله آواز هم خه ورکړې وو د ماماګانو سره به لرې لرې زېارتونو له د قوالۍ د پاره تلو خو بل اړخ ته د ګلستان بابا مالی حالت ډېر خراب شو او په پېښور ښار کښ چه کوم خپل کور وو هغه ۍ هم خرڅ کړو نو عبدالله جان به بېا د موسېقۍ د شوق سره سره خپل تره فضل غنی سره چولې هم خرڅولې ؛
دا هغه وخت وو چه تقسېم نه وو شوې ېو هندوستان وو د پښتو سندرغاړی اؤ سازنده به د رېکارډنګ د پاره دهلی رېډېو اسټېشن ته تلل د پېښور رېډېو اسټېشن لا نه وو جوړ شوې : دغه وخت د عبدالله جان عمر څوارلس ېا پنځلس کاله وو چه د نورو سندرغاړو سره هغه هم دهلی ته لاړو ، دا کال ۱۹۳۶ېا ۱۹۳۷- 1936-1937وو ، هلته ۍ دوه سندرې رېکارډ کړې. ېوه سندره دا وه چه
 داسې اووېستم له کاره دا ستا ملالو سترګو
 په زړه ووېشتم اې ېاره دا ستا ملالو سترګو
دا سندره بېا روستو ما هم پېښور ټی وی کښ رېکارډ کړې وه : بله سندره د تورو چاېو په حقله وه چه اوس ماته ېاده نه ده خو زمونږ ملګری حاجی اسلم سره په ککوړی کښ لا تر اوسه خوندی ده : د دې نه روستو عبدالله جان د خپل پلار ګلستان بابا بلا ډېرې سندرې رېکارډ کړې دی چه څه په پخوانی ککوړو کښ خوندی وی او څه په پېښور رېډېو کښ پرتې دی ، د پېښور رېډېو ابتدا په کال ۱۹۳۵-1935کښ شوې ده ړومبې به د موسېقۍ او نور پروګرامونه په په ژوندۍ بنړه خپرېدل رېکارډنګ ډېر روستو شروع شوې دې ، استاد عبدالله جان به دغه پروګرامونو کښ برخه اخستې ده خو کله چه د رېډېو نه رېکارډنګ شروع شو نو د استاد عبدالله جان په آواز دوه داسې سندرې رېکارډ شوې چه تر ننه وخته ۍ خلق اؤری اؤ مشهورې دی ،
 زړګې مې غم جل بل کړلو
 بې دردو پې اور بل کړلو
 خانه راځه چه لاس تر لاسه
 نن د چمن اوکړو سېلونه ، خانه راځه
د استاد عبدالله جان دوه ځامن وو ېو فدا حسېن چه د خپل وخت ډېر خه سندرغاړې وو اؤ بل نګاه حسېن چه روستو دخوارۍ مزدورۍ د پاره کراچۍ ته تلې وو اؤ هم هلته پاتې شوې وو ، له بده مرغه عبدالله جان په نشو رااؤړېدلې وو هم د دغه نشو له وجې ۍ دماغی حالت د لېونتوب تر حده خراب شوې وو هم په دغه ورځو کښ ۍ مېرمن هم په حق اورسېده
د ژوند په اخری ورځو شپو کښ استاد عبدالله جان په سوات کښ پاتې کېدو دا د کال ۱۹۷۱-1971 واقعه ده چه په سوات کښ د ېوې ټرافېکی حادثې له کبله خپل ژوند د پنځوس کالو په عمر کښ له لاسه ورکړو ، جسد ۍ پېښور ته راؤړلې شو اؤ د پېښور ښار لوې قبرستان کښ خاؤرو ته اوسپارلې شو ،خو بل اړخ ته د پی_ټی _وی سېنېر پرډېوسر صلاح الدېن لالا ما ته ېوه ورځ خبره کوله چه ما پېښور کښ سبق وېلو او په قصه خوانۍ بازار کښ مې ېو کمره په کراې نېولې وه د قصه خوانۍ په شا اؤ د کباړی بازار مخې ته ېوه ناله بهېده چه د باړې صفا اوبه به پکښ راتلې ېو ورځ چه زه خپلې کمرې ته راتلم نو د دغې نالې په څنده خلق راغونډ وو چه ناله کښ سړې پرېوتې دې او مړ دې ، زه چه ورنزدې شوم نو هغه سړې استاد عبدالله جان وو ، والله هو علم چه کومه واقعه صحېح ده : په ګور ۍ نور اؤ ېاد ۍ تل پاتې
ېادګېرنه ؛؛ دلته دا خبره د ېادونې وړ ده چه د بر وطن افغانستان لوې سندرغاړې استاد اولمېر ډېر وخت د ګلستان بابا او استاد عبدالله جان سره ېو ځاې پاتې شوې دې ، د ګلستان بابا کومې سندرې چه استاد عبدالله حان دلته رېکارډ کړې وې هم هغه سندرې هم په هغه طرزونو استاد اولمېر په کابل رېډېو کښ رېکارډ کړې دی :
 ېو د بېلتون په ناکړدو مې زړه قلم دې
 بل مې د ځاېه نصېب کم دې
 د ښاپېرو د باغ مالېاره زما اشنا راځی
 ګلونه راؤړه د ګلزاره زما اشنا راځی
 غوڅ په ضمېر ګرځم ظهېر سترګې په نم
 اوکړه کرم دور مې کړه غم
 دلداره ته ترڅو به کوې جور و ستم
ستاسو
ګلزار عالم
<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<


 
 
 
.png) 
 
 
 
 
 
 
 
کوئی تبصرے نہیں
Hi