Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

د وہمی اورکزي د پاره یوه مثالي خاطره

  د وہمي اورکزي د پاره یوه مثالي خاطره   پروفېسر ډاکټر اباسین یوسفزے او جي! یؤ ځل داسې وو چې ما پۀ خپل کلي کښې مشاعره کړې وه، پۀ دیر کښې، پۀ...

 



د وہمي اورکزي د پاره یوه مثالي خاطره  


پروفېسر ډاکټر اباسین یوسفزے


او جي! یؤ ځل داسې وو چې ما پۀ خپل کلي کښې مشاعره کړې وه، پۀ دیر کښې، پۀ خان پور کښې، دا وۀ کال نورلس سوه نوي غالباً، نو هغې له د کوئټې نه، د اسلام اباد نه شاعران ملګري راغلي وو او د افغانستان شاعران ملګري چې وو خوا و شا کښې چرته چرته نو هغوي هم راغلي وو، پۀ هغې کښې د افغانستان دا ملګري چې دي، دا پۀ یؤ جیپ کښې راغلي وو، نو هغې کښې الله دې ئې اوبخښي صدیق پسرلے صېب وۀ، الله دې ئې لري حبیب الله رفیع صېب وۀ، پیر محمد کاروان صېب وۀ، اصف صمیم صېب وۀ، څلور شپږ ملګري ورسره نور هم وو، نو دوي چې کله راتلۀ نو کارډ ترې پۀ کور کښې پاتې شوے وۀ، بس دوي وې چې پۀ دیر کښې مشاعره ده بس ځو به، نو چې کله راغلل نو زمونږ د کلي نه تېر شوي دي، تلاش یؤ مخکښې کلے دے هغې ته رسیدلي دي، تلاش هغه ځاے دے چرته چې سکندر اعظم پۀ پښه باندې ویشتلے شوے وۀ بیا ئې پۀ کټ ترې ویستے وۀ، نو هغه تلاش ته چې کله رسیدلي دي، هغه تلاش کښې یؤ هوټل کښې ناست دي، څۀ چاے اوبۀ کئ، نو چا وئیلي دي چې یره لږ تپوس کؤل غواړي چې د اباسین کلے چرته دے، نو پسرلي صېب ورته داسې لرې یؤ هلک ښودلے دے چې د هغۀ شا وه دوي ته، چې د هغۀ دوي ته شا وه، وې ئې چې د هغۀ هلک نه تپوس اوکړئ، چرته هغۀ چاے او ډوډۍ ته ناست وۀ، نو چې دوي ورغلي دي تپوس ئې ترې کړے دے، نو هغۀ وې چې زۀ هم شاعر یمه، نو مشاعرې له ځم، نو که ستاسو سره ځاے وي ستاسو سره ځم به، نو دې ملګرو پسرلي صېب ته وئیلي دي چې پسرلے صېب دا څنګه تاته پته اولګېده چې دا هلک شاعر وۀ؟، وې ئې چې د دۀ دا څټ د شاعرانو وۀ، نو وهمي چې کله ما پۀ وړومبي ځل اولیدو، نو ما وې چې د دۀ دا څټ د شاعرانو دے، ها ها ها ها. 


نوټ: دغه خاطره اباسین صاحب د "دېوالونه" د مخکتنې پۀ موقع خپلو تأثراتو کښې اورولې وه.

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ