Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

عبدالرحیم روغانے بابا

  فطرت کښې د الفت هر يو انځور په ما کښې خپل دے بې مثله محبت زما د مور په ما کښې خپل دے دا ساز د مُطرب نۀ دے چې مې مست يا په ژړا کړي زما د لړ...

 



فطرت کښې د الفت هر يو انځور په ما کښې خپل دے

بې مثله محبت زما د مور په ما کښې خپل دے


دا ساز د مُطرب نۀ دے چې مې مست يا په ژړا کړي

زما د لړزؤلو ټنګ ټکور په ما کښې خپل دے


ساقي! ستا د شرابو جام مې هسې بهانه ده

نور کېف د سُر ، خمار د يو مېخور په ما کښې خپل دے


دا ستا ګلونه نۀ دي چې پرې مينه ماتؤمه

ګل بازه! د هغو ګلانو شکور په ما کښې خپل دے


کمبل ، بړستن خو هسې زما اور ما ته رابند کړي

سړزۍ نه چې پرې بچ يم هغه اور په ما کښې خپل دے


شېطان فرښته څۀ دي؟ څۀ يې بد دي؟ څۀ يې ښۀ دي؟

فطرت د حلال خور او حرام خور په ما کښې خپل دے


نبي خو راته تش د عباداتو چل زده کړے

نور خداے سره د مينې دغه زور په ما کښې خپل دے


عبد الرحيم روغانے

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ