يهودي قباله او مروجه تصوف ليک ګل اکبر خان په يهودي تصوف کښې د عبرانۍ هر حرف خپل خاصيت لري لکه يو کس دې سترګې پټې کړي او عبراني حرف الف (...
يهودي قباله او مروجه تصوف
ليک ګل اکبر خان
په يهودي تصوف کښې د عبرانۍ هر حرف خپل خاصيت لري لکه يو کس دې سترګې پټې کړي او عبراني حرف الف ( په عبرانۍ کښې א Aleph ) دې په تصور کښې راولي او څلور پينځه منټه دې د هغې مراقبه وکړي نو هغه ته به نور ( په عبرانۍ کښې אוֹר Oor ) ميلاو شي . دغسې د هر حرف مراقبه کولے شي او د هغې خاصيتونو نه استفاده کيږي . اوس راځو اسلامي تصوف ته نو دلته هم د يهودي تصوف نه نقل کيږي لکه په نقشبنديه سلسله کښې سالک سترګې پټې کړي او لفظ الله الله څلور پينځه منټه په زړه کښې وائي . داسې قسمه ذکر يا مراقبه د الله تعالی د رسول نه په نص کښې ثابت نه دي بلکې دا بدعي ذکر دے د دې پريښودل لازمي دي .
ابجد
په عربۍ کښې د حروف تهجي ترتيب څه په دا ډول دے
ا ب ت ث ج ح خ د ذ. . . خو په طريقت کښې
ابجد هوز کلمن وغيره او بيا د هر حرف خپل خپل تأثير هم لري او خپل نمبرې هم ورکول کيږي لکه د الف نمبر 1 ب 2 ج 3 وغيره . دا هم د عبرانۍ نه صوفيا د يهودي تصوف نه اخيستي دي لکه د عبرانۍ د حروف تهجي خپل ترتيب دا دے کوم چې صوفيانو مونږ ته ترتيب کړے دے
א ב ג ד ابجد
ה וז هوز
1 א Alef 1
2 ב Bet 2 b
3 ג Gimel 3 G
4 ד Dalet 4 D
5 ה He 5 H
6 ו Vav 6 V / O / U
7 ז Zayin 7 Z
د دې حروف تاثيرات او تعويذات هم دې چې د عبرانۍ د حروف په ترتيب سره د ابجد هوز وغيره نه اځذ کړې شوې دے . دا هم د شريعت اسلامي نه عين خلاف دي . د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه هيڅ قسمه دا ابجد هوز وغيره نه دي ثابت که څوک وائي چې دا صوفيانو ترتيب کړي دي نو هغوي شارعين دين نه دي هغوي ته ددې اجازت نشته
.
ذکر الله طريقه په اسلام کښې
کوم ذکر چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه ثابت دے د هغې التزام دې هر مومن کوي فلانکي پير صاحب دا وظيفه را کړي ده هغه وظيفه ئي راکړي ده د دا قسمه ذکرونو په اسلام کښې هيڅ حکم نشته . دا صرف د قباله اثر دے او بس ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه علاوه چا ته هم دا اجازت نشته چې هغه د خپله طرفه چا له څه وظيفه ورکړي
رسول الله صلی الله عليه وسلم د سحر ماښام ذکر د احاديثو په کتابونو کښې موجود دے بايد هر مسلمان دې په هغې عمل وکړي بله دا چې هيچا ته دا اجازت نشته چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ښودلي ذکر کښې دې څوک کمے يا زياتے وکړي .
عَنْ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ رضي الله عنه قَالَ:
قَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ ﷺ:
«إِذَا أَتَيْتَ مَضْجَعَكَ فَتَوَضَّأْ وُضُوءَكَ لِلصَّلَاةِ، ثُمَّ اضْطَجِعْ عَلَى شِقِّكَ الأَيْمَنِ، ثُمَّ قُلْ:
اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِي إِلَيْكَ، وَفَوَّضْتُ أَمْرِي إِلَيْكَ، وَوَجَّهْتُ وَجْهِي إِلَيْكَ، وَأَلْجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ، رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ، لَا مَلْجَأَ وَلَا مَنْجَا مِنْكَ إِلَّا إِلَيْكَ، آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ، وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ.»
قَالَ:
فَرَدَّدْتُهَا عَلَى النَّبِيِّ ﷺ فَلَمَّا بَلَغْتُ:
«وَبِرَسُولِكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ»
قَالَ ﷺ: «لَا، وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ.»
براء بن عازب رضي الله عنه وايي: رسول الله ﷺ ماته وفرمايل:
"کله چې د خوب لپاره لاړې، نو لکه د مانځه لپاره اودس وکړه، بيا د ښي اړخ په څنګ پرېوځه او دا دعا ووايه:
اې الله! ما خپل نفس درته وسپارله، خپل کار درته وسپارم، خپل مخ درته واړوم، خپل شا درباندې تکيه کوم، د اميد او ويرې دواړه له تا سره دي، بې له تا نه پناه شته او نه خلاصون، ايمان لرم په هغه کتاب چې تا نازل کړے، او په هغه نبي چې تا رالېږلے."
براء وائي: ما دا دعا بيا تکرار کړه، خو ما وويل:
"او په هغه رسول چې تا رالېږلے."
نو رسول الله ﷺ وفرمايل:
"نه، بلکې ووايه: او په هغه نبي چې تا رالېږلی."
ماخذونه
صحيح البخاري
کتاب: الدعوات
باب: ما يقول إذا أوى إلى فراشه
حديث نمبر: 247 (فتح الباري ترقيم: 6311)
صحيح مسلم
کتاب: الذكر والدعاء
حديث نمبر: 2710
سنن أبي داود
کتاب: الأدب
حديث نمبر: 5046
په يو ګروپ کښې مې په دې موضوع بحث کولو نو د هغې نتیجه دا راووته نو ما وئيل چې تاسو سره يي شريک کړم

کوئی تبصرے نہیں
Hi