تۀ چې وې دا څۀ دي او دا څۀ دي یاره پۀ ما څۀ او پۀ تا څۀ دي پۀ تود باران کښې سترګې مۀ وروۀ پۀ شین سپرلي کښې د ژړا څۀ دي بُت سترګيه ياره ...
تۀ چې وې دا څۀ دي او دا څۀ دي
یاره پۀ ما څۀ او پۀ تا څۀ دي
پۀ تود باران کښې سترګې مۀ وروۀ
پۀ شین سپرلي کښې د ژړا څۀ دي
بُت سترګيه ياره په تا څه وکړمه
ستا په تندي کښې د رڼا څه دي
په ويښه ستا په خوب کښې هم ستا دي
زما په سترګو کښې زما څه دي
تر څو چې ما ګوتې وروړي نه وي
ستا په فطرت کښې د ښکلا څه دي
دا يو وجود دے دا به هم خاورې شي
دلته زما څه دي او ستا څه دي
سترګې په ښکلو د باګرام خوږول
په دې ګناه کښې د خطا څه دي
سياله د خدای په کائېناتو کې نور
بې له ادم بې له حوا څه دي
اکبر سيال
.png)
 
 
 
.png) 
 
 
 
 
 
 
 
کوئی تبصرے نہیں
Hi