هسې خو «لیونی د خپلو چارو هوښیار وي»، خو د یوه هندي پوه خبره مې اورېدله ویل یې: انسان چې له ۱۲ کلنۍ تر ۲۵ کلنۍ کوم لیدلوری پيدا او جوړ کړي...
هسې خو «لیونی د خپلو چارو هوښیار وي»، خو د یوه هندي پوه خبره مې اورېدله ویل یې: انسان چې له ۱۲ کلنۍ تر ۲۵ کلنۍ کوم لیدلوری پيدا او جوړ کړي، وروسته یې بګوان هم نه شي بدلولای.
دا هغه عمر دی چې انسان په کې د نړۍ او ځان ترمنځ اړیکه پيدا کوي او چې څنګه یې نړۍ ته ولیدل، وروسته یې همدا لید پياوړی کېږي.
آسانه یې داسې هم ویلی شوو چې که په دې عمر کې انسان سوداګریز ذهنیت واخیست وروسته هم همدا کار کوي؛ که دې عمر کې دینداره شو، وروسته هم همدا برخه کلکوي؛ که دې عمر کې یې د سیاست فکر واخیست، وروسته هم سیاست کوي او چرته یو نیم پيدا شي چې بیا خپل دا ذهنیت بدل کړی شي.
په همدې عمر کې که انسان «لاس نیول» او «غوښتل» زده کړل، همدا ذهنیت یې ښایي تر آخره پورې پاتې شي.
څوک چې مثلاً په ځوانه ځوانۍ کې د خپل راتلونکي ژوند د جوړولو، کار کولو، زحمت ویستلو او یوه منظمې عایداتي سرچینې د پيدا کولو پر ځای، خلکو نه په وټساپ او مسنجر پیسې غواړي، څه فکر کوئ چې ذهنیت به یې څه ډول جوړېږی؟
دا کس چې نن په «راکړئ خدای مو وبښه» عادت شو، که سبا واده کوي، بچي یې پیدا کېږي، د هغوی د جامې او خوراک لپاره به هم د خلکو دروازې ټکوي؟
نن چې د کار، انرژۍ، ځوانۍ او ذهني ښېرازۍ وخت په غوښتلو تېرېږي، څه تمه ده چې سبا به په کمزوري وجود او لږ پاتې شوي عمر کوم غرونه چپه کوي؟
زموږ د اخلاص او خندا دواړه نیتونه دې خدای قبول کړي، خو هسې د تفریح لپاره په سوال او خیرات د خلکو عادتول وروسته بدې پایلې لري. ژوند دوه ورځې نه دی، اوږد عمر پروت دی، که مو په یوه کس زړه نه خوږېږي، په راتلونکې کورنۍ یې زړه خوږ کړئ او ماشومانو ته یې له اوسه د سوال په پيسو د ژوند تېرولو برخلیک مه ټاکئ.
یادونه: په سخته او مړي ژوندي کې لاس ورکول او مرسته کول نه یوازې ښېګڼه بلکې پر موږ د خپلو خلکو حق دی.
درناوی

کوئی تبصرے نہیں
Hi