Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

خيام يوسفزے

 چی تر څو پورې په دې وطن کښې پیر وي دا وطن به همېشه اخته په ویر وي (عبد الباري جهاني) مفردات : وطن : هېواد، خپله خاوره پیر : روحاني مشر، صوف...
















 چی تر څو پورې په دې وطن کښې پیر وي

دا وطن به همېشه اخته په ویر وي

(عبد الباري جهاني)


مفردات :

وطن : هېواد، خپله خاوره

پیر : روحاني مشر، صوفي، د خلکو د دیني عقیدې لارښود

ویر : غم، ماتم، تباهي، بربادي

 

نحوي ترکیب :

تر څو پورې : شرط

اخته په ویر : نتیجه

چې تر څو علت (پیر) وي نو معلول (وير) به خامخا وي.

 

شرح : په دې شعر کښې یوه مغالطه ده او هغه دا چې د جُز تطبیق په کُل شوے دے، او له دغسې مغالطو نه پوره ادب ډک دے خصوصًا مزاحمتي ادب ، مونږ به اول د دې تفکیک وکړو چې باید له دغسې شعرونو کښې د خصَّ عنه البعض لحاظ وساتلې شي ګنې د یو فاسد ډاکټر اطلاق په کل ميديګل سائنس کول، او ټوله سائنسي نړۍ پرې ردّ کول د سطحي خلکو کار دے او دغه عنصر د عناد وي. 

 

دا شعر د Social Philosophy سره نسبت لري او شاعر وائي : تر څو خلک د پیرانو او درویشانو تقلید کوي نو تر هغې د خلکو عقل، علم، او فکر وده نهٔ شي کولے :

 

زما مقدمه د شعر په ردّ باندې داسې ده:

مقدمه ۱: په دغه وطن کښې داسې ډاکټران هم شته چې د پېسو د پاره د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي (فاسد طبي نظام).

مقدمه ۲: تر څو دا فاسد نظام بدل نهٔ شي، د خلکو علاج، باور، او نظام به خراب وي.

نتیجه: په دغه وطن کښې نظام به خراب وي .

 

دا هاغه قیاسي جوړښت Syllogistic Logic وي چې دلته د انسان عقل پخپله د انسان رهنمائي کوي او عقلانيت ورته دا وائي چې ټول ميډیکل سائینس داسې نهٔ دے بلکې په دې کښې چې کوم فاسد محرکات دي د هغې مخ نیوے پکار دے ، چونکې عبد الباري جهاني صېب په خپل فهم کښې محدودیت لري نو هغه ټوله تقویٰ او واړه روحاني لارښودان فاسد ګڼي، حالانکې کله کله دغه دوۂ توکې محرکات د ماشوم په کورنۍ تربیت کښې هم شامل وي او د هغه خصمانه پرې کېږي.

 

فیلوسوفیکل ویليډیټي / Philosophical Validity هم منطقي جواز غواړي ، په دې کښې د علت او معلول اړيکه وي خو دغه معلول هر چرته او هر څنګه یو شان نه وي. مګر جهاني صېب په ټولو ګز راکاږي او ورسره د فیټیلټي ښکار شي . کله کله روحاني تربیت د اخلاقیاتو او مسئولیت په اصولو هم ولاړ وي، هر څوک د حلول عقیده نهٔ لري ، هر څوک نڅاګانې نهٔ کوي، هر څوک تعویزونه نهٔ کوي. د یو سیاسي فرد هم د خپل لارښود سره روحاني اړيکه وي. د یو طالب د خپل استاد سره روحاني اړيکه وي . نو جهاني صېب ته پکار وو چې د مرشد/پیر یا استاد په حقله په خپل نظر یا فهم باندې نظرِ ثاني وکړي او د عام خیر (public good) په مصداق له صحیح زاوئې څخه استدلال وکړي، لکه څنګه چې د طبابت انکار په کلي توګه مغالطه ده دغسې د پیرۍ مکمل انکار هم مغالطه ده ، په دې کښې لکه د اصحاب الکهف داسې نیک بندیګان هم وي چې د افراط و تفريط نه پاک کوي .


لکه څنګه چې "معتدله پیري" تقویٰ ده نو "معتدل طبابت" هم شفاء ده.خو چې کله دواړه له اخلاقو نه خالي شي، نو هم دواړه د ملت د ویر سبب شي. دغه معتدل فکر د قرآن هم دے چې مفهوم ئې داسې دے ، دنیا اوګټه او آخرت یوسه ، او د فساد نه ځان وژغوره ، ځکه چې الله فسادګر نهٔ خوښوي.

 

وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ ، وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ، وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ، إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ.


خیام یوسفزے


#AntiAtheism #AestheticPhilosophy #Psychology #Philosophy #VerseExegesis #SpiritualWisdom #FaithAndReason #AbdulBariJehani

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ