هرڅه ارزان دي خو نشې ګرانې شوې دغـم خوړلو ورځې شپې ګرانې شوې هاغـــــــــــــه دپير ملنګ د خلې خبره چې خران مو واغستل نو خرې ګرانې شوې ظال...
هرڅه ارزان دي خو نشې ګرانې شوې
دغـم خوړلو ورځې شپې ګرانې شوې
هاغـــــــــــــه دپير ملنګ د خلې خبره
چې خران مو واغستل نو خرې ګرانې شوې
ظالمه دومــــــره پختانه دې مړه کړل
چې د بنګلــــو نه  مقبرې ګرانې شوې
لا خو اختر ته پوره مياشت پاتې ده
چا راته وې چې دنداسې ګرانې شوې
نن د اخبار غـــټه ســـرخي دغــــه وه
چې دشـــرابو نه شوملې ګـرانې شوې
موټر ارزان شــــــــــــــو دمالدار دپاره
خو د غـريب سړي رکشې ګرانې شوې
ماوې غوړي د سلــــــــــــو کېږي ماما
هاغه وې اخـواشه مېوې ګرانې شوې
په دې وطن کې امن ســــــــر خوړلے
په دې وطن کې وس مزې ګرانې شوې
عثمان خــيالي وس په تيارو کې کېنه
کارونه نشته او ډېوې ګـــــرانې شوې

 
 
 
.png) 
 
 
 
 
 
 
 
کوئی تبصرے نہیں
Hi