Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

ڈاکٹر حالق زیار

  هم یې بیره ده ساتلې هم یې ټال دے راشه ستا لیونے اوس هم په خپل حال دے د لوئې خدایې نه مې هم تا ته دوران غوښتے که مې کړے په خپل ژوند کښې چرت...

 



هم یې بیره ده ساتلې هم یې ټال دے

راشه ستا لیونے اوس هم په خپل حال دے


د لوئې خدایې نه مې هم تا ته دوران غوښتے

که مې کړے په خپل ژوند کښې چرته سوال دے


داسې زر ترې جوړ کړي یو څهٔ کله بل څهٔ

ته به وائې زړهٔ مې خټه یار کولال دے


شپې اخیستے په ځان نه وي حساب نه دے

نور زما او ستا سیالي د چا مجال دے


چې د سُود خبره راشي خلک ډیر دي

چې د حق د اذان وخت شي یو بلال دے


ستا د پنجو په سر تلهٔ مې زړهٔ پرې باسي

مشران وائي چې کبر له زوال دے


زهٔ پښتون یم ته ښائیسته یې دا پورہ ده

په دنیا کښې خو جلال دے یا جمال دے


زهٔ د هرې انتها تر بامه لاړم

ما په ډیرو خوارو موندے اعتدال دے


یو د مینې په سر جګه شمله ګرځي

که په نوره شتمنۍ شي زیار کنګال دے


ارواښاد ډاکټر خالق زیار

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ