Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

د خوبونو شاعر -- ڈاکٹر صاحب شاہ صابر

  د خوبونو شاعر -- ډاکټر صاحب شاہ صابر /ډاکټر مُصطفىٰ کمال/      د اوړي يوه کچه غرمه وه، د ډاکټر مُحمّد اعظم اعظم، چې دغه وخت د پېښور يونيور...

 



د خوبونو شاعر -- ډاکټر صاحب شاہ صابر

/ډاکټر مُصطفىٰ کمال/

     د اوړي يوه کچه غرمه وه، د ډاکټر مُحمّد اعظم اعظم، چې دغه وخت د پېښور يونيورسټۍ د شرقي ژبو ډين ؤ، په دفتر کښې، سره د ملګريو ناست ؤم، چې يو کس دروازه لرې کړه اؤ د راتلو اجازت ېئ ؤغوښت. اعظم صېب ورته وې، راځه راځه، دا چرته غائب ئې صاحب شاه؟ ...اؤ دغه ما په ؤړومبي ځل د "خوبونو" شاعر، صاحب شاه صابر ؤليدو، د چا د ادبي اؤ شخصي ژوند د معمولاتو ذکر چې به څۀ ما په کتابونو اؤ رسالو کښې لوستو اؤ څۀ به ما ته مشتاق الرحمان کؤ، څوک چې په درګۍ کالج کښې د صاحب شاه صابر سره، د کېمسټرۍ لېکچرر اؤ زما کليوال ملګرے ؤ. مشتاق به راته دا هم وئيل چې مونږ ستا په حقله هم خبرې کوو.

     صاحب شاه صابر د يو شاعر په حېث ما ډېر له وړوکوالي پېژندو ... اؤ يو ځل چې محترم طاهر افريدي، په صاحب شاه صابر د ښاغلي حضرت زبېر زبېر د يو ليک په اساس، دې د دۀ د دېو شعرونو سره، د خپلې مجلّې "جرس"  "ددې ګڼې شاعر" ؤګرځؤ، چې،

            زۀ د هر ښکلي  په  وعده  تېروځم

            زما    نه   دا   غلطي   اکثر   کېږي

            ستا د کوڅې خاؤرې په سر  بادؤم

            په ما  څۀ  چل  هر  مازيګر  کېږي

             اوس هم زما اؤ  ستا د مينې  ذکر

             کله   نا    کله   په    ګودر    کېږي        

     نو ماته ددۀ په شاعرۍ کښې څۀ نور زيات خواږۀ محسوس شُو. ماته احساس ؤشو چې رحمت شاه سائل هسې ددۀ اؤ ډاکټرخالق زيار په يارۍ نۀ وياړي، ځکه چې دغه درې واړه دغه وخت د پښتون اولس د دردېدلي فکر، د نظرياتي تکون ساهو بازوګان وو.

   دغه وخت زۀ لا طالب علم ؤم، چې په "جرس" کښې زما په يو چاپ مضمون، صاحب شاه صابر د "جرس" په بله ګڼه کښې، زما د هغه مضمون په حقله څۀ نيمه صفحه ليکل هم کړي وو.

      ...اؤ يو ځل چې ما د خپلې شاعرۍ يوه وړه غوندې مجموعه "ژوند" محترم سائل ته په ډاک ؤلېږله، اؤ څو ورځې پس مې ترې په ټېلي فون پوښتنه ؤکړه چې کتاب ور رسېدلے کۀ نه، نو سائل صېب راته ؤوئيل چې ستا شاعري خو زما ډېره زياته خوښه شوه ... اؤ ما ستا په شاعرۍ باقاعده مقاله ليکله، خو ستا هغه کتاب نه ما صاحب شاه ته يو څو غزلې واؤرؤلې اؤ د هغۀ هم دومره خوښ شو، چې يو ېئ يوړو اؤ زما د غوښتو باوجود ېئ لا تر اوسه نۀ دے راکړے .... اؤ دغه وخت خداے خبر ولې، ما محسوس کړل،

           "چې په سرو شونډو زۀ هم د چا غزل شوم"

   څوک ېئ مني اؤ کۀ نه، خو صابر په ژوند خلقو نۀ ؤ قدرؤلے، سره د دې چې په دغو وختونو کښې، د هغۀ درې شعري مجموعې "خوبونه"، "تکل" اؤ "قامتونه قيامتونه" هم چاپ وې۔ بيا په کومه طريقه چې هغه د اسلاميه کالج د ملازمت نه پاتے کړے شوے ؤ اؤ څنګه څنګه هغۀ ته د ؤړاندې تګ لارې نيولې شوې وې، د هغې نه به د هغۀ د زړۀ د قاتل رنځ نه سېوا څۀ جوړېدل؟ ....خو افرین په اسرار اتل چې اکثر به مونږ د صاحب شاه صابر د شاعرۍ په حقله بحثونه کؤل ...اؤ بيا ېئ د رېډيو له لارې پښتانۀ زلمي د صاحب شاه صابر د فکروفن سره تر ډېره حده اشنا کړل .... اؤ يوه ورځ چې په خېبر بازار، پېښور کښې مخې له راغے، نو راته ېئ ؤوئيل چې اسد دانش لالا ته مې وئيلي دي، کليات ورله چاپ کؤم، خو چې "تکل" کتاب ېئ چرته نه په لاس راشي. ما ورته وئيل "تکل"به زۀ درکړم اؤ دغسې زما "تکل" لا تر اوسه ماته نۀ شو تر لاسه، خو چې اتل راته "د صاحب شاه صابر کليات" راپېرزو کړل نو زړۀ مې ډېر خوشحاله شو ... اؤ بيا چې کرن خان اؤ هارون باچا، د ډاکټر صابر شاعري د موسيقۍ په سُرونو واړؤله نو پښتنو ته په پوره ډؤل پته ؤلګېده چې په سخاکوټ کښې ددوي يو صابر هم ؤسېدو، چې ددوي د پاره د سرکار په بندي خانوکښې وهلے ټکولے شوے اؤ د ژوند په زندان خانه کښې بې کچه نظرانداز شوے ؤ۔


کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ