Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

امير غلام صادق

  امير غلام صادق  چې ادبي بحثونو کښې ډير نه ياديږي د پښتو په فلمي شاعرۍ کښې هغه ټول رنګونه او خوندونه  په يو ځائے راغونډ دي کوم چې مونږ په ع...

 



امير غلام صادق 

چې ادبي بحثونو کښې ډير نه ياديږي


د پښتو په فلمي شاعرۍ کښې هغه ټول رنګونه او خوندونه  په يو ځائے راغونډ دي کوم چې مونږ په علمي او ادبي شاعرۍ کښې لټوو- د دغه ميدان يو ډير لوې شاعر امير غلام صادق هم زمونږ د علمي او ادبي بحثونو برخه نه جوړيږي-

د نوښار امير غلام صادق په رسمي توګه تعليم يافته نۀ ؤ. صرف تر پنځم جماعت پورې لوستے ؤ خو د شعر و ادب په مېدان کښې ښۀ پياوړے ؤ. په اولسي صنفونو کښې د خپلې شاعرۍ د پاره لارښودنه ئې د نوښار د عبدالله استاذ نه اخسته. فلمي نړۍ ته د تللو نه مخکښې ئې هم شاعرۍ مختلفو اولسي سندرغاړو وئيلې وه. خو د پښتو فلمونو په ابتدائي دور کښې ئې چې فلمونو له سندرې ليکل شروع کړل نو د ژوند تر وروستۍ مرحلې بيا د پښتو فلمي صنعت سره تړلے پاتې شو چې په هر پښتو فلم کښې به شپږ يا اووه د امير غلام صادق ليکلے شوې سندرې وې.

د مراد شنواري په وېنا امير غلام صادق د پښتو تقريباً دوه نيم سوه فلمونو له سندرې ليکلې دي چې د پښتو په فلمي تاريخ کښې خو ضرور رېکارډ دے او شايد چې په عالمي سطح هم د فلمي شاعرۍ رېکارډ وي.

په دومره اوږده سلسله کښې امير غلام صادق چې په خپلو سندرو کښې څومره تنوع او رنګارنګي برقرار ساتلې ده. شايد چې دومره لوې مقدار سره برقرار ساتل ئې که نامکن نۀ وي نو ډېر مشکل خو به ضرور وي.

صادق مرحوم نه وړاندې د پښتو فلمي موسيقۍ کښې ځينو شاعرانو برخه لرلې  وه لکه د پښتو وړومبي فلم ليلى مجنون سندرې حمزه بابا، يوسف خان شېربانو سندرې علي حېدر جوشي، دره خېبر لپاره يونس قياسي او قاسم حسرت، ادم خان درخانۍ لپاره لاجور سليم، کله خزان کله بهار لپاره سيد امير سرحدي، علاقه غېر لپاره حمزه  بابا او يو شاعر نيم نور هم وو چې ډېرې ښې سندرې ئې ليکلې وې.

امير غلام صادق د فلمي شاعرۍ ابتدا د فلم "اوربل" نه وکړه. "اوربل" کښې دوه سندرې د صادق مرحوم وې او  نورې مراد شنواري ليکلې وې. د صادق مرحوم د سندرو استائي داسې وې.


نۀ درځي په لاس زلفې زما  رسوا به شې

پرېږده لېونيه د دنيا د خندا به شې

نۀ درځي په لاس زلفې زما 


ونه د چنار ټيک ئې په وربل

ماليدلې زار پټ پټ ئې خندل


په "اوربل"  کښې د صادق مرحوم سندرې خوښې کړے شوې. دې نه پس ئې مومن خان او شيرينۍ او څو نورو فلمونو له هم سندرې وليکلې خو د بده قسمته هغه د پنجابي د موسيقارانو د نۀ پوهېدلو په وجه په پښتنه معاشره کښې مقبولې نۀ شوې.

"اوربل" نه پس صادق صېب چې کومو فلمونو له سندرې ليکلې د هغې طرز او موسيقي به پنجابي موسيقارو جوړو له او هغوي د پښتو موسيقۍ په مزاج نۀ پوهېدل په دغه وجه به د صادق د شاعرۍ خوند هم خراب شو. خو په لږه موده کښې صادق صېب ته د رفيق شينواري غوندې پوهه او زيرک طرز جوړونکے او موسيقار په برخه شو چې د دۀ شاعرۍ ته ئې ځلا ورکړه. له دغه وخت نه پس چې د پښتو په فلمي شاعرۍ  د امير غلام صادق کوم راج وو هغه د هغۀ تر مرګه پورې قائم وو. او اوس دا خبره بغېر د ترديد د ويرې کولے شي چې حمزه بابا له منځه وباسو نو د پښتو فلمي شاعرۍ ته ادبي رنګ او اهنګ او اوچت معيار وربخښلو کښې د مردا شنواري او امير غلام   صادق ډېره لويه برخه ده. او بيا مراد شنواري هم په دې مېدان کښې دومره کار نۀ دے کړے څومره چې صادق مرحوم کړے دے نو ځکه د اوئيل پکار دي چې د پښتو فلمي موسيقۍ بې تاجه بادشاه يواځې امير غلام صادق دے.

امير غلام صادق د پښتو فلمونو لپاره په هغه وخت کښې شاعري کوله کوم وخت کښې چې د پښتو فلمونو معيار ډېر اوچت ؤ. فلمونه به په معاشرتي مـسئلو، اصلاحي رنګ جوړېدل اوپېش کېدل. د هغه وخت هر فلم به د پښتني ثقافت عکاس وو او کتونکو به فلم د خپلې اصلاح او سبق اخستلو لپاره کتلو. فلم کښې به کتونکي خندل  هم اوژړل هم کتونکي به خپل ځان هم د فلم برخه جوړه کړه او خپل احساسات به ئې د فلم د کردارونو سره يو ځائے کړل، نو هر کله چې د فلمونو معيار دومره اوچت وو نو ښکاره خبره ده چې شاعري به ئې هم معياري وه. په دغه وجه د دغو فلمونو هره سندره يا غزل به هم د فلم د يو سين (منظر) په حېث وړاندې کېدو. سندره به د قيصۍ برخه وه او قيصۍ به ئې مخ په وړاندې بوتله. په دې بنياد که مونږ د امير غلام صادق د هرې سندرې پس منظر او فلمي منظر نه ځان  خبر کړو نو پوهه به شو چې د هغوئ سندرې د فلم د سين (منظر) حېثيت لري او د قيصۍ برخه ئې ګڼل پکار دي.  دلته يوه خبره دا هم مخې  ته راځي چې د دغو سندرو په خوند او رنګ کښې ښکلے ترنم، ښۀ موسيقۍ او تسکين امېز اوازونو هم اضافه کړې ده. دا خبره درسته ده خو کۀ د امير غلام صادق شاعري د دغه اواز و اهنګ نه بغېر هم وکتے شي نو خوند ئې نۀ کميږي.

که د خالصې ادبي تنقيدي زمرې لاندې هم د صادق شاعرۍ ته وګورونو چې ښاغلي الطاف حسېن حالي د انګرېزۍ د نقاد ملتن په تاثر کښې د فطري شاعرۍ کوم تعريف کړے دے په هغې د صادق فلمي شاعرۍ په ډېره احسنه طريقه پوره خېژي. مثلاً حالي په مقدمه شعر و شاعري کښې وئيلي دي چې:

"فطري شاعري هغه وي چې د خپل ماحول د مزاج مناسب وي، ژبه ئې ساده او عام فهمه وي او بيا برجسته او غېر مصنوعي وي."

په دغه تله که د صادق صېب سندرې اوغزلې وتلو نو د هر علمي او ادبي شاعر  د شاعرۍ نه پرې پوره خېژي کۀ شاعري د ماحول د مزاج مناسبه وګڼو نو دا خبره خو واضحه ده چې د امير غلام صادق د وخت فلمونه به په هر لحاظ د ماحول د مزاج مطابق جوړېدل او په دې وجه به ئې په شاعرۍ کښې هم د ماحول عکس څرګند ليدے شو.

په کوم وخت کښې چې به کومې مسئلې وې په هغه وخت کښې به صادق د هغې عکاسي کوله. لکه د مثال په توګه په يو وخت کښې به د مغربي تهذيب پېښې کول فخر ګڼلے کېدو  نو صادق صېب دې  ته متوجه شو او کله ئې چې "احسان" فلم  له سندرې ليکلې نو په هغې کښې يوه سندره  ئې د نوې مغربي فېشن په ترديد کښې په عام فهمه او ساده پېرايه کښې وليکله. دا سندره چې دخيال محمد په اواز وئيلے شوې ده. داسې ده:

نۀ ښائي يارانو دا زمونږ د پوزيشن سره

لاړه حيا لاړه د دې نوې فېشن سره

دغه شان فطري شاعرۍ کښې د هغو جذباتو څرګندونه کېږي چې د ټول انسانيت مشترکه جذبات وي لکه د مينې جذبه يا د نفرت جذبه،  مينه يا نفرت هر څوک کوي ځکه د شاعرۍ د پاره دغه موضوع ډېره اهمه ګرځولے شوې ده او بيا فلمي شاعرۍ کښې د دې اظهار هم يوه لازمي خبره وه نو ځکه صادق صېب د مينې د کېفيت بيانولو سره د حسن  و ادا او محبوب د غمزو، ناز او نخرو او بيا د حسن د کېفيت او ځوانۍ د مستې، جوش هم په شاعرۍ کښې ځاې کړل. دغه قسمه سندرې ډېرې مشهورې شوې دي لکه د فلم احسان دا سندره:

ستا په شان دي ډېر د تورو زلفو بنديوان زما

اومنه احسان زما  تۀ چرته او زۀ چرته


په بهانه راغلے يمه لېونو  تور پېکے مې وران نۀ کړئ

خفه جانان نۀ کړئ....... زما د مينې

(فلم کوچوان)


جانانه لاس راکړه غورزېږم

مينه نادانه ده پوهېږم

د ناز قدم د پښو په څوکو زړۀ مې زور کوې

پانزېب مې شور کوي

(فلم کوچوان)


سترګې مې سرې دي  زړۀ بې دمه چې دمه شم

ما پرېږده چې اوده شم جانانه نيمه شپه شوه

(فلم ګڼ کپ)


راشه زما غېږې له ياره په غورځنګ راشه

بيا لکه پتنګ راشه په مامئينه

(فلم اقرار)


په يو نظر چې دې لمبې په بدن پورې نۀ کړم

جانانه بيا به سترګې تورې نۀ کړم

(فلم الزام)


لېونۍ لېونۍ لېونۍ ګرځمه

تۀ لېونے نۀ شوې ياره زۀ دې لېونۍ کړمه

(فلم سرکش)


يو دې سترګو خمارو خوړلے يم

بل دې زلفو منګرو خوړلے يم

(فلم سره لمبه)


واخله په لاسونو کښې مې څوکې د کمڅو ونيسه

مړوند مې رو ونيسه بنګړې مې شور نۀ کړي

(فلم نهله دهله)


راچې نۀ شې خواله زۀ په جوش کښې د ځوانۍ يمه 

کرنټ زۀ د بجلۍ يمه

(فلم يوه ناوې)


راشه راشه اے زما لېونۍ مينې

لېونے کړمه دا ستا لېونۍ مينې

(فلم ځنګل)


زۀ دګل غوټۍ  يم  اوس به پاڼې پاڼې شم

(فلم قرباني)


راشه په ناز او په ادا راشه  جانانه ماله په خندا راشه

(فلم مېرنے ورور)


دا تورے زلفې دې په مخ خورې ورې دي

شيرينۍ بيا دې شونډې سرې دي

(فلم مېرنے ورور)


نادانه زۀ نادان مې يار نادان مې زړۀ دے

ورپورې کا ساړۀ دے ورپورې 

(فلم ژوند يا مرګ)


دا څۀ مې اورېدلي دي چې زړۀ مې په ګډا دے

درزېږي ساه په ساه دے همزولو دا به څۀ شي

دا څۀ دې اورېدلي جينۍ څۀ دې اورېدلي

(فلم باران)


دا زما په سپينو لېچو تور زلفان ځانګي

تار په تار دانه وانه لکه ماران ځانګي

(فلم باران)


ياره جوټې وهمه

سترګې مې پټې پټې کېږي ماله خوب راځي

(فلم باران)


زماپه زر روپۍ قدم دے زر قدمه ږدمه

(فلم بېلتون)


چرته رانۀ ځې ياره زۀ يم درپسې

تور وربل دا نه وانه  نرمې شونډې چوارې

(فلم بېلتون)


دغه د حسن، مستۍ، شوخۍ او ناز ادا د جذباتو د څرګندونې نه علاوه هم غلام صادق مرحوم ځينې په ټولنيزو او اخلاقي مسلو سندرې د اورېدونکو په ذهنونو او زړونو داسې نقش دي چې هېرېدل ئې ډېر ګران  دي. لکه دفلم کوچوان سندره: 


پېدا دے په دنيا کښې هر بشر جدا جدا

منزل د ټولو يو دے خو سفر جدا جدا


زړګيه خوره داغونه، چې زما دې نۀ منل

نصيب دې شو دردونه چې زما دې نۀ منل

(فلم بېلتون)

 

سترګې مې ړندې شه دا پرې څۀ وينم

ښه به وي له دې نه چې ئې نۀ وينم

(فلم انګار)


لکه مخکښې چې وئيلے شوي دي چې د صادق د وخت د پښتو فلمونه دخپل ثقافت او پښتني اقدارو نمائنده  او عکاس فلمونه وو په دې وجه د صادق مرحوم په شاعرۍ د پښتون کلتوريا پښتنو صفاتو څرګندونه هم ډېره په ښه شان شوې ده او دغسې ئې دپښتو فلمي شاعرۍ اُوچت معيار ته رسولې ده. د پښتني اقدارو لپاره ئې مونږ څو سندرې مثال د پاره پېش کوو.


د پښتني غېرت په موضوع ئې څو بدلې وګورئ.


بې غېرته پېدا مۀ شه په يو کور کښې

چې شرميږي ئې هر وختې ټول ټبر

فلم اقرار (بدله)


چې ازار اخلې نامراده د تور سرو

داخاصه نۀ ده هېڅکله د زړۀ ورو

بې غېرته دشمن شوے چې زما ئې

نۀ په ننګ نۀ په ناموس نۀ په حياء ئې

فلم دوه ياران (بدله)


دا قسمه شاعري امير غلام صادق عموماً په "بدلو" کښې کړې ده او د فلم د هغه وخت د روايت مطابق به ئې عموماً د فلم د اتل په خله ټپې يا لنډۍ هم وئيلې لکه دا چې:


د بې غېرتو جرړې اوزه

غېرتي ربه! دلته دا دعا کومه


ربه د باد د بڼې سپکه شه

چا چې لائق صادق ته سپک کتلي وي

(فلم خاندان)


جانانه! هېڅ پروا ونۀ کړې

غېرتي رب د غېرتي ملګرے وې


ستا په وفا زما قسم دے

زۀ چې په مرګ دغېرت مرم خوشحاله يمه


مرګ په يو ځل دے بيا بيا نۀ دے

زما قبول دے که د ننګ د پاره وي

(فلم اخري داؤ)


په دغو فلمي بدلو او ټپو کښې امير غلام صادق د پښتني اقدارو څرګندونې سره سره الميه او دردناکه شاعري هم کړې ده چې د فلم د سين تقاضه به وه.

"بدله" به عموماً دفلم په اخر کښې شاملولے شوه چې د قيصۍ نکته عروج به ؤ او د فلم اتل به د خپل دښمن د ظم داستان بيانولو اوبيا به ئې ترې خپلې ټولې بدلې هم اخستلې. "بدله" د فلم د نارينه او زنانه دواړو کردارونو له خوا وئيلے کېدله. د ظلم د غندنې په حواله د صادق مرحوم د الميه شاعرۍ څو نمونې دلته پېش کولے شي.


وي ترکومه به ظالمه ظلم زور ستا

را پرېوځي به اخر تندر په کور ستا

نۀ به تۀ ئې نۀ به ستا فرعونيت وي

دا انجام به دې ظالمه عاقبت وي

(فلم نهله دهله)


ستا د ظلم  که نۀ سر نۀ اندازه شته

خېر دے خېر دے زما صبر حوصله شته

که مې اونيسې د تن غوښې سور اور ته

په فرياد به درته لاس نۀ کړمه پورته

(فلم نوے ژوند)


د الميه ټپو څو مثالونه ئې دا دي:

رود مې د اوښکو نۀ وچېږي

روره چې تۀ راله رارسې مړه به يمه


زر کړه راتلو کښې تلوار وکړه

چې دظالم ارمان په زړۀ کښې پاتې شي

(فلم نهله دهله)


د  خدائے ظالمه لرې نۀ ده

کاسه د ظلم به دې زر نسکوره شي

زيات کړه د دې نه ظلم زيات کړه

زما مظلوم زړګے عادت دے نۀ به چوي

( فلم نوے ژوند)


دا قسمه ټپې او بدلې به عموماً د کشور سلطان په اواز يا د هدايت الله او خيال محمد په اواز رېکارډ کېدلې چې د دوئ دردناکو اوازونو به د  امير غلام صادق الميه شاعرۍ کښې نور تاثير هم پېداکړو. د همدغو بدلو په ذريعه صادق مرحوم د يوې مسلمانې معاشرې عکاسۍ د پاره د اسلامي اومذهبي جذبې نمائنده شاعري هم کړې ده. او ورسره د وطن دوستۍ او خپلې خاورې سره د مينې رنګ هم پکښې جوت دے.

د دغه معنوي خصوصياتو نه علاوه امير غلام صادق د فني زاوئې نه  هم فلمي شاعرۍ ته ډېره وده ورکړې ده لکه د مثال  په توګه صادق مرحوم چې دپښتو متلونو کوم ماهرانه استعمال  په شاعرۍ کښې کړے دے، هغې ددۀ د شاعرۍ خوند نور هم زيات کړے دے. مثلاً د "تندر په تندر" فلمي بدله کښې يو بېت دا دے چې:


نور به څۀ وائي بې وسه چې مجبور وي

دا متل دے سر په ښکته د غرور وي


يا دا چې:

دا متل دے ما هم داسې اورېدلے

د ازاره چا بازار نۀ دے موندلے

(فلم احساس (بدله))


دا ګوره تماشه کښې راته جوړه تماشه شوله

باران نه پټېدمه د ناوې لاندې مې شپه شوله

(فلم اعتبار)


د امير غلام صادق شاعرانه تشبيهات او استعارې هم ډېر خوندورې دي. مثال ئې دا دے:


سپينې سينې ته مې راخېژه قندهار دے 

ښکلے انار دے   دا لنډه زنه

نيمه کچه نيمه پخه يم  زۀ د کابل دباغ مڼه يم

راځه راځه مۀ ايسارېږه نن دې وار دے


ښکلے انار دے  دالنډه زنه

سرۀ رخسارونه سرې غنچې دي     د سرو ګلونو کلدستې دي

که بوئيوې که شوکوې ستا اختيار دے

ښکلے انار دے دا لنډه زنه

(فلم شک)


صادق مرحوم په فلمي شاعرۍ کښې دغه قسمه فني نکتو ته هم توجه کړې ده خو ډېر په برجسته انداز ئې فني خوبۍ په شاعرۍ  کښې راوستي دي. فلمي سندرې هم د يو کردار  لپاره ليکلے شي خو صادق مرحوم په دغه  کرداري شاعرۍ کښې د ځينو مخصوصو کردارونو را جوتولو ډېره ښه مظاهره کړې ده.

دغسې د صادق مرحوم مخصوص کردارونه جوړ شوي دي لکه د ډمې کردار، د موسىٰ  او فرعون کردارونه او يا د شېطان کردار. دا ټول کردرونه صادق صېب عموماً په فلمي بدلو کښې په ښه توګه راجوت  کړي دي خو ورسره څۀ نه څۀ معاشرتي مسئلې ته ئې ضرور اشاره کړې ده او بيا د هغې اصلاحي  اړخ هم   د صادق مرحوم په وړاندې وو. د "ډمې" د کردار  نګارۍ څو نمونې ئې دا دي:


ګنګروګان دې اچولي راته پښو کښې

وائې راشه زما غېږ له ګډېدو کښې

دا ژوندون زما دپاره چې پېغور شو

چې مې پورې نن په پاکه لمن تور شو

(فلم دوه ياران)


يا دا چې :

چې دا داسې مې په زور نن ګډ وې تۀ

پاکه مينه د حيا رسوا کوې تۀ

(فلم بازي)


يا دا چې

ګډوي مې ستا ظلمونه په مېدان کښې

بې وسي ده ژړوي مې په ارمان کښې

(فلم نوے ژوند)


دغه شان د فرعون او موسى د کردارونو تذکره صادق مرحوم په يو ځاې کړې ده. لکه چې وائي:


يوموسىٰ به خدائے د چرته نۀ پېدا کړي

اے فرعونه! د فرعون انجام به ستا کړې 

( فلم نوے ژوند)


دا فرعون چې په رښتيا د شېطان پلار دے

پاکه ربه! يو موسىٰ ورله پکار دے

(فلم دوه ياران)


د شېطان کردار داسې يادوي:

چې سبا له بيا په خپلو کړو پښېمان وې

ولې نن ملګرے وايه د شېطان وې

(فلم احساس)

مطلب دا چې دغه کردارونه زمونږ د معاشرې ژوندي کردارونه دي  چې د فلم د قيصۍ او بيا فلمي شاعرۍ  په ذريعه ئې اصلاح کولے شي.

د امير غلام صادً فلمي شاعري په خپله لمن کښې ډېره تنوع او رنګارنګي لري چې په دې مختصر ليک کښې ئې احاطه نۀ شي کېدے ځکه نو په هم دغه مختصرو خبرو به اکتفا وکړو.

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ