Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

انورمانیروال

  چاسره کړې مې وعده هم ده خو مې د نه تلو اراده هم ده په فلټري مخ يې ميئنه شوله ډاکټره هم ده او ساده هم ده په څه خبرو باندې ځان غلے کړي په څه...

 



چاسره کړې مې وعده هم ده

خو مې د نه تلو اراده هم ده

په فلټري مخ يې ميئنه شوله

ډاکټره هم ده او ساده هم ده

په څه خبرو باندې ځان غلے کړي

په څه خبرو اماده هم ده

د امن مارچ په لوري ځي په تولند

بيماره هم ده او پياده هم ده

په هغه لاسو کې ټقار د تسبو

په هغه لاسو کښې باده هم ده

څه دې خبرې مزېدارې نه دي

څه دې بې ډوله مشاده هم ده

ښه په وېنا کې سپين سترګي کوومه

خو د برداشت راکې ماده هم ده

انوره تا باندې وخت لوبې کړي

کړې ترې تا استفاده هم ده

                       انورمانېروال

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ