صفحه نمبر63 خپله سم شه بل ته مۀ وایه چې مۀ که کۀ دې وس رسي د هر چا سره ښۀ که پۀ خوږه ژبه خوږه خوږه وېنا کړه څوک چې بد...
صفحه نمبر63
خپله سم شه بل ته مۀ وایه چې مۀ که
کۀ دې وس رسي د هر چا سره ښۀ که
پۀ خوږه ژبه خوږه خوږه وېنا کړه
څوک چې بد وائي ځان کوڼ که یا اُودۀ که
پۀ نرمۍ به د هر چا د سترګو تور شې
خاصیت ځان کښې پېدا لکه اُوبۀ که
پس د مرګه کۀ ژوندون پۀ دنیا غواړې
پۀ ژوندوني څۀ د خېر کارونه اوکه
رڼاګانې خورول ئې وظیفه ده
یو سراج دے پۀ اسمان کښې بل پۀ زمکه
سراج الدین سراج
"د شعور انګازې"

کوئی تبصرے نہیں
Hi