Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

صابر شینواری

  غزل چې يا مجبوره شي او يا چرته معتوب شي خلک نو بيا له ما سره خواږۀ شي او محبوب شي خلک کۀ څوک پۀ تن کړي شنه جُبه او څوک دستار پۀ سر کړي خدا...

 



غزل


چې يا مجبوره شي او يا چرته معتوب شي خلک

نو بيا له ما سره خواږۀ شي او محبوب شي خلک


کۀ څوک پۀ تن کړي شنه جُبه او څوک دستار پۀ سر کړي

خدايږو کۀ بيا هم په سړيو کې محسوب شي خلک


عجيبه دا ده چې زما د يوۀ عيب پۀ سبب

دا شرمنده ولې شي، او ولې معيوب شي خلک؟


تر څو به زۀ آداء کومه کفاره د نورو

آخر يو ځلې خو دې هم چرته مصلوب شي خلک


د هغې ورځې د ليدو پۀ انتظار يمه زۀ

چې ګناه ما کړې وي خدايه او مطلوب شي خلک


صابره زۀ به هغه وخت هم غنيمت رانۀ وړم

چې دنيا اور واخلي د سيلمې او مغلوب شي خلک

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ