زه پخپله هم شعر او غزل لیکم،خو د ممتاز اورکزي شاعري تشريح د خپلو الفاظو په ژبه کول ما ته ښه نه ښکاره کېږي، ممتاز يو ډېر لوړ معيار شاعر دی،...
زه پخپله هم شعر او غزل لیکم،خو د ممتاز اورکزي شاعري تشريح د خپلو الفاظو په ژبه کول ما ته ښه نه ښکاره کېږي، ممتاز يو ډېر لوړ معيار شاعر دی،د هغه شعرونه ژور، معنوي او د انسان د روح د ژورو احساساتو ترجمان دي،خو کله چې خلک د هغه يو وائرل غزل په اړه غير سنجیده چلند کوي، او مزاق پرې کوي زه هم مجبوره شوم،چې د خپلې محدودې عقل او پوهې له مخې د هغه شعور او اشعارو تشريح وکړم زه پوهېږم چې زما تشريح د ممتاز د اصلي شاعرۍ د ژورتيا او معنويت بشپړ عکس نه شي ښودلی خو د دې لارې ما غوښتل چې د خلکو بې پروايۍ او د هغه د شعر د کمزوري درک پر وړاندې یو څه وضاحت ورکړم،
بیت ۱
زه مارغه بې پر او باله
نه مې خاښ شته او نه مې ځاله
تحلیل:
دا بیت د وجودي تنهایۍ او د داخلي یتیمۍ څرګندونه کوي شاعر ځان د وزرونو او پرونو له فقدان سره تشبیه کوي، چې د حرکت او پرمختګ وسیله نه لري نه د ژوند لپاره خوندي ځای لري او نه هم د آرامښت تم ځای دې تصویر کې مرغه د آزادۍ او امیدونو علامت دی خو همزمان د غیر یقینی او بې وزلۍ په حال کې ښودل شوی شاعر موږ ته وايي چې بهرني عوامل مهم نه دي، اصلي زندان د انسان د داخلي فکر او زړه کې دی
بیت ۲
لا ژوندی یم خو ځورېږم
له مثقاله تر مثقاله
تحلیل:
شاعر د ژوند د درد دقیق وزن څرګندوي هره لحظه د ځور احساس لري او لکه چې د مثقال په اندازې د هر درد ارزونه کوي دلته ژوند یوازې د موجودیت لپاره نه دی بلکې د هرې لحظې د رواني او فکري کړاوونو مجموعه ده شاعر د خپل شعوري او غیر شعوري درد حسابوي او موږ ته د انساني ژوند ناپایداره طبيعت ښيي
بیت ۳
ما له سوخته لته درکړه
د دنیا غوندې فټباله
تحلیل:
په دې بیت کې د غوسې او احساساتو شدت څرګند دی شاعر داخلي ناراحتي د فټبال سره تشبیه کوي د نړۍ له بې ثباته حالاتو سره د خپلو احساساتو مقابله د فزیکي چلند او رواني وضعیت په بڼه کوي دا تشبیه د داخلي اضطراب او رواني فشار فلسفي انعکاس دی
بیت ۴
له انکاره تر ایمانه
هیڅ هم نشته لا زواله
تحلیل:
شاعر د باورونو د ناپایدارتیا فلسفه وړاندې کوي هېڅ شی دایمي نه دی نه انکار نه ایمان هر څه د وخت تابع دي دلته شاعر موږ ته یادونه کوي چې د ژوند ټولې انساني تجربې عارضي دي او د هر څه دوام محدود دی
بیت ۵
نن سبا یم لږ بې سُره
خو هر ګز نه یم بې تاله
تحلیل:
دا بیت د داخلي موسیقۍ د نیمګړتیا او د رواني بې قراري نښه ده سُر او تال د شاعر د داخلي توازن او د احساساتو د همغږۍ علامت دی شاعر وايي چې که څه هم نظم او ترتیب لږ کمزوری دی خو داخلي انرژی او ژوند پوره پاتې دی
بیت ۶
د کلال د زړه له حاله
نا خبره پشکاله
تحلیل:
شاعر د نورو د احساساتو او هیلو سره د ځان تړاو ښيي د کلال زړه د بشري امیدونو او اضطرابونو د انعکاس ځای دی پشکاله د ناڅاپي او نامعلومو شرایطو سمبول دی دلته شاعر د انساني ژوند د پیچلو حالاتو فلسفي عکس وړاندې کوي
بیت ۷
ولې ویښ یم هسې ویښ یم
ځه اوده شه انډیواله
تحلیل:
دا بیت د نیمه شپه داخلي مکالمه او ځان سره خبرې څرګندوي شاعر یوازې دی او د خپلو فکرونو په دریځ کې د ځان مخاطب دی د ذهن او زړه دوه شتونونه یې په مکالمه کې څرګند شوي شاعر په دې بیت کې د انسان د ځان پیژندنې او داخلي تضاد فلسفه ښيي
بیت ۸
د مغل ده که د بل ده
څوک مزدور مه شه خوشاله
تحلیل:
شاعر د تاریخ او سیاست استعاره کاروي مغل او بل د قدرت متضاد استازي دي دلته شاعر موږ ته وايي چې د بهرنیو ځواکونو تر اغیز لاندې نه ژوند وکړو د انساني آزادۍ او خپلواکي فلسفه د شاعر په ژبه بیان شوې
بیت ۹
ممتاز ګیر د ځان په جال کې
عجیب ګیر دی ذوالجلاله
تحلیل:
شاعر د ځان دننه زندان او د وجود د محدودیت تصویر وړاندې کوي ګیر کېدل د فکر او احساس د زنجیرو په معنی دی دلته شاعر د انساني روان د محدودیتونو فلسفي څیړنه کوي او موږ ته ښيي چې اصلي زندان د انسان په ذهن کې دی.
یاسر حمید وزیر
ممتاز اورکزے

 
 
 
.png) 
 
 
 
 
 
 
 
کوئی تبصرے نہیں
Hi