Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

عبدالرحیم روغانے بابا

  دیندارۍ رانه د ژوند بهار اخیستې ما د خپلې ځوانۍ ډېر آزار اخيستې زه په داسې مذهبي فضا کې اوسم چې زما نه ئې خپل واک اختيار اخيستې د ديدار ده...

 



دیندارۍ رانه د ژوند بهار اخیستې

ما د خپلې ځوانۍ ډېر آزار اخيستې


زه په داسې مذهبي فضا کې اوسم

چې زما نه ئې خپل واک اختيار اخيستې


د ديدار ده خوند خو دهغه اندازه ده

چې منصور پسې په خوښه دار اخيستې


غېر غماز مې لمبې بلې په وطن کړې

پکښې اور سروي نښتر چنار اخستې


په دې ښکلي جنتي سيما غوغا ده

هر سړی په مخه تور ښامار اخيستې


زلمو ژوند نه مزې واخلۍ ستاسو وار دی

مونږ څه مات ګوډ خپله برخه وار اخيستې


خپل قسمت زما د خپلو لاسو جوړ دی

دی قسمت رانه د خره شان کار اخيستې


د دې وخت دردونه اړوي په ساز کښې

روغاني يو چترالې ستار اخيستې...


#روغانےبابا

پختون شاعر

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ