Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

حمزه شينواری

  هر کله نظر چې د اشنا مهرباني کا ما د بېلتانه د تېرو ورځو ارماني کا اوس چې اشنا ستا په ژبه زه یم پوهېدلې هره وینا ستا د یو انداز ترجماني کا...

 



هر کله نظر چې د اشنا مهرباني کا
ما د بېلتانه د تېرو ورځو ارماني کا
اوس چې اشنا ستا په ژبه زه یم پوهېدلې
هره وینا ستا د یو انداز ترجماني کا
مه وړاندې کوئ ورته سرونه په بها کښې
لا د دې په هورته په دیدن کښې به ګراني کا
ډېر لباس که وکړمه خو حال مې څرګندېږي
تېښته لکه څو چې د تصویر نه عریاني کا
څوک چې په طلب کښې مېړنی لکه مېږی وي
هغه به حاصله دبدبه سلیماني کا
ښه ده چې ګرداب د بېلتانه شته په الفت کښې
ډېر چې تاؤ راتاؤ شي لا به ډېره راواني کا
مه ګڼه عارف ئې ، ائینه ئې د ناقصه
څوک چې راڅرګنده کله کله حېراني کا
زړهٔ چرې د ښکلیو په وعدو نه جمع کېږي
زیاته التفات ئې یو په دوه پرېشاني کا
سرای د دنیاګۍ ته چې کاروان د سپرلي راشي
جوړه په هر لور د دیدنونو ارزاني کا
وروسته د حمٓزه غوندې هغه نه پاتې کېږي
څوک چې په طلب کښې خپل سرونه قرباني کا

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ