ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړی دی ما په یو څو ورځو کې څومره محبت کړی دی د دې کوڅو نه صبریدل زما د وسه نه دي ګني یارانو راته هر وخت نصیحت...
ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړی دی
ما په یو څو ورځو کې څومره محبت کړی دی
د دې کوڅو نه صبریدل زما د وسه نه دي
ګني یارانو راته هر وخت نصیحت کړی دی
ما د هر ګوټ سره د یار د سترګو ذکر کړی
ما د شرابو په نشه کې عبادت کړی دی
هغه چې زه یې د ښائست په صفت نه مړیدم
هغه سړي زما په هر ځای کې غیبت کړی دی
زما رقیب د محبت په معنٰی څه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په یو لوی منافقت کړی دی
ستا د یادونو د سپرلي ګلونه نه هیروي
ګني نو ما خپلو زخمونو ته منت کړی دی
د ډیرو ښکلو د ښائیست ثناء دې وي صابره
خو په غزل کې دې د خپل جانان صفت کړی دی
ډاکټر صاحب شاه صابر

کوئی تبصرے نہیں
Hi