Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

قيصرافريدے

  سحر مو په خېر څوک راته ووايئ ـــــ زۀ ولې په ځان پوهه نۀ شوم په خپل جهان کښې په مزاج د جهان پوهه نۀ شوم دا چې مدام ــــــــــ په تريو تندي...

 



سحر مو په خېر


څوک راته ووايئ ـــــ زۀ ولې په ځان پوهه نۀ شوم

په خپل جهان کښې په مزاج د جهان پوهه نۀ شوم


دا چې مدام ــــــــــ په تريو تندي ماته جواب راکوي

په څه غصه دی ــــ په غصه د اسمان پوهه نۀ شوم


ما خو د خپلې ارادې مهار ــــــ په لاس کښې ورکړو

خودا کاروان په کوم طرف دی روان، پوهه نۀ شوم


د صحرا کاڼي که خبرې وکړي ـــــــــــــ پوهه به شم

خو په لهجه د دې وطن ــــــ د انسان پوهه نۀ شوم


په کوم يو لفظ کښې يې راغونډه کړم معنا ورکړمه

هاې هاې ملته! زۀ دې هيڅ په عنوان پوهه نۀ شوم


خلقو وئيل ــــــ چې زلزله تېره شوه ــــــ تېره به وي

زۀ خو مې هيڅ د خپل بدن په لړزان پوهه نۀ شوم


قېصره! ژوند ــــــــــ لا مکاني نړۍ ته ــــــــــــ ننوتو

زۀ لا تر اوسه ــــــــ په بدلون د مکان پوهه نۀ شوم

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ