Page Nav

HIDE

تازہ ترین:

latest

خیام یوسفزے

    چې په زړهٔ باندې پرده وي ناداني ښهٔ په ړاندهٔ باندې د مال نګهباني ښهٔ منصف خپله امسا ماته کړي پخپله د قاضي نخښه خطا درومي په تله د عرفان...

 

 



چې په زړهٔ باندې پرده وي ناداني ښهٔ

په ړاندهٔ باندې د مال نګهباني ښهٔ

منصف خپله امسا ماته کړي پخپله

د قاضي نخښه خطا درومي په تله

د عرفان سترګې د علم په لاس مږه

دا څراغ د الا دین په اساس مږه

له اسمانه که رسۍ چرته نازل شي

پښتانهٔ به اتفاق ته بیا مائل شي ؟

څهٔ کارونه مو ناسم وي چې ئې شمېرم

کهٔ دینار وي ، کهٔ درهم وي چې ئې شمېرم

امّاره مو  په فتنه د جوهري دے

چې په سخي پسې روان د سامري دے

ستا له کربه به خلاصون شي اذیّته

چې پیالهٔ ډکه تر ژیو شي ، قسمته !!

د فریب ماشوړه سخته کنجلک ده

يارانه څهٔ د پیشو او د منږک ده 

 د فریب له شسته غشي په تیزۍ دي

عوامل هم خنډ و خار د ستیزۍ دي

له منصبه مقرره وغرځېږي

چې دستار ئې پاس له سره وغرځېږي

ائینه که چرته پاکه په تشناب شي

نو پاکوالې ئې خفګان شي او عتاب شي

په جامه کښې، په جُبه کښې د تادیب نه

امن غواړه د فتنې نه ، د تخریب نه

چې فکرونه زین د حُسن په سمند شي

نرګسي سترګې بیماري خود پسند شي

چې په څوکو د تېرو تورو ګذار کړه

فصاحت به ئې ملک فتح په ګفتار کړه


خیام یوسفزے

کوئی تبصرے نہیں

Hi

ہم سے رابطہ