کيفيت داسې چې لفظونه ئې بار نۀ شي ووړے څۀ وليکم؟ د خان زمان کاکړ د بېت د مصرعې په مصداق زۀ څۀ وئيل غواړم خو مرسته مې قلم نۀ کوي.... نۀ پو...
کيفيت داسې چې لفظونه ئې بار نۀ شي ووړے
څۀ وليکم؟
د خان زمان کاکړ د بېت د مصرعې په مصداق
زۀ څۀ وئيل غواړم خو مرسته مې قلم نۀ کوي.... نۀ پوهېږم چې ستا د ژوند باب بند شو او کۀ اوس پېل شو.... تا رښتيا وئيلي وو "پُښتانۀ مرده پرست قوم دے" زۀ هم اعتراف کوم چې مونږ رښتیا هم مرده پرست يو..... زۀ ستا په ټولو اخري رسوماتو کښې شريک وم، ستا اخري ديدار..... زما چاپېره د ټولو سترګې ډکې وې
بویه چې څوک بيا راواخلي دا کچکول او دا رباب
بویه چې په دې کوڅو به راشي په غورځنګ ملنګ
سره ډولۍ او سرۀ جنجيان او چغې د اعلا اعلا
خوب وينم چې خېژي په جنت کښې په پالنګ ملنګ
ستا جنازه.... د رښتونې خدائۍ خدمتګارۍ جنازه.... د باچاخان د فکر د ډېوې جنازه..... د سرې جنډې د سور انقلاب جنازه.... د مزاحمت د روڼ باب جنازه..... د منصور د انا الحق جنازه.... د خپلې خاورې د اختيار د ارمان جنازه.... ستا جنازه وشوه... زۀ پکښې هم شريک وم.... بیا ستا کټ ته ډېرې اوږې وړاندې شوې..... تۀ ئې اوچت کړې
د زړۀ په باغ مې ګلۍ وشوه
بویه چې بیا سپرلے راځي سپړي ګلونه
زۀ بیا نېغ د خپل روزګار ځاے ته راغلم.... ارشاد خالق هم ؤ، تاسو دواړه د يو بل مينه وال وئ...تا راته څو څو کرته وئیلي وو " خوريه! ارشاد کمال نۀ کوي؟" ..... مونږ دواړه چُپه خُلۀ په دُکان کښې ناست وو....شائد ستا خاؤرو ته د سپارښتنې د لېدو توان مو سترګو نۀ لرلو....
وچو وچو شونډو ببر سر ته زمونږ مۀ ګوره
مونږه کۀ ژړلي خو وختونه خندولي دي
نن وختونو هم ژړل.... ولې به ئې نۀ ژړل د خندا علت ئې چې ترې خپله کډه بار کړې وه.....
دلته نو څومره خلق دي چې د ذات د وېر په بدل وختونه خندوي.....؟ دلته خو د مادې عبادت دے، اجتماعيت د چا ياد دے؟ د ټولنې د "ټول" په مفهوم څومره خلق پوهه دي؟ د قام اصطلاح چاته یاده ده؟
د مينې يو ټولګے عالم دے
د بيلتانۀ سره تر شام پورې پوځونه
د هغه يو ټولګي عالم نه تا هم کډه بار کړه.... خو د دغه زیان اندازه څومره خلق لګولے شي؟ ستا د قامت پېمانه خو د ملي او فکري وحدت رسا نظرونه ناپولے شي خو دلته څومره خلق د دغې اصطلاحاتو تر ژورو رسېدلې دي؟
د خپل اختيار د اسمان سېل صابره!
خپلې بڼې خپلې وزرې غواړي
په دُکان کښې هغه کُرسۍ خالي وه، پرون پرې راسره تۀ ناست وې..... خپلې پُښتنې خاطرې دې په افسانوي انداز راته وئیلې، شاهين يوسفزے او ارشادخالق هم راسره هم سخن وو.... د سېف الرحمان سليم خاطرې، د رحمت شاه سائل خاطرې، د سليم راز خاطرې، د قلندر مومند خاطرې، د شهباز دفتر خاطرې..... اجمل خټک او نورالبشر نويد خو دې د خُلې نه هډو غورزول نۀ..... دوه ساعته..... د سترګو په رپ کښې تېر شو او تۀ پاڅېدې په تلو تلو کښې دې مخ راوړوؤ او راته دې وئيل "چرته يو پيتاؤ زما څنګ ته راوړه کتابونه به درله درکړم زما د کتابونو وارث تۀ یې"
ما هم درسره وعده وکړه چې ضرور به درځم
مرګيه ډېر بې وخته راغلې
لا مې جانان ته د خپل زړۀ وئیل حالونه
هغه خالي کرسۍ هم لکه چې د پُښتنو د ښادې ورځې د خلا غوندې خالي وه.... ښاده ورځ چې د پير روښانه تر باچاخانه او د باچاخانه تر منظور پشتينه هر مشر ئې ارمان کړے دے، خو لا څوک ئې په راوړلو برلاسے شوے نۀ دے....
څو پورې چې وانخلي شعور اجتماعي غېرت
سوزي به جونګړې بنګلوال به تماشې کوي
مونږ لا هغه شان د بنګلوالو د تماشې اسباب يو، سګمنډ فرائيډ رښتیا وئیلي دي چې شاعر زما نه وړاندې د انساني لاشعور او تحت الشعور تر اخري پردو رسېدلے دے.....
انقلابي! ستا سائل هم د هغه پردو رازونه راوړې دي او علت ئې د اجتماعي شعور نشتوالے ښودلے دے
هغه اجتماعي شعور چې تاته ئې د خدائي خدمتګارۍ لاره ښودلې وه، هغه فکر چې ته ئې د نسب او د قبېلې د بندېزونو نه ماورا کړے وې، هغه علم چې ته ئې د نیکۍ او د ګناه د فرسوده او روایتي تعریفونو نه باغي کړے وې.....
د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم
لويه خدايه زۀ به چا چا ته سجده کړم
ملګرتيا کۀ څو رندان راسره وکړي
دا حرم به يوه لويه مېکده کړم
د پت پښتو قلندره! تۀ زما په کلي کښې د باچاخان د فکر حقیقي تفسير وې..... خو چا درته غوږ کېښودو؟ زۀ چې ورستي ځل ستا استانې ته درغلے وم.... ستا په نظر کښې مې د هيلو او ګیلو ګډ احساسات لېدلې وو....
په ځينو چارو د چا لاس رسي؟
چارې هغه چارې چې د تورې او قلم څښتن خوشحال خټک ئې په دې ښېره مجبوره کړے دے
زۀ ئې چالره وهم قدر ئې چا زده
په اور وسوزه دا تورې قلمونه
هغه چارې چې باچاخان ئې په دې زورنه مجبوره کړے دے چې وئيلي ئې وو چې "زۀ بيا تاسو له نۀ راځم....تاسو څۀ خلق نۀ یئ"
هغه چارې چې اجمل خټک ئې په پوښتنه مجبوره کړے دے چې "دا زۀ پاګل وم؟"
چارې هغه چارې چې منظور پشتين د يو ټولګي عالم سره په سپین مېدان پرېښودے شو خو د بې ننګۍ پېغور ئې هم په نصيب شو
کۀ نصيبونه خرڅېدلے
ما به دا خپل په کاسیره ورکړے ونه
انقلابي دادا! ستا ذوق ارفع او انتخاب اعلا ؤ، تاریخونه ګواه دي چې تۀ په ژوند کښې ایکي يوه لمحه هم فکري توګه تیندک شوے نۀ یې.... تا د دلائي په کوڅو کښې د باچاخان رهبرې کړې ده، تا د ولي خان د ملګرتيا په تور تورې هتکړۍ بوسه کړې دي، تا د اسفنديار ولي په پُښتنې وېنې په هيڅ قيمت سودا نۀ ده کړې، تۀ د بشر نويد د ليکوال رښتونے استازے وې..
ورک اسلام آباد شه غټ غټ خلق په پېسو اخلي
سرو سپېنو بدل نکړو په رنګ دا غنمرنګ ملنګ
خو ستا دغه کمټمنټ د چا د پاره ؤ؟
د دغې احسان په چا ؤ؟
دغه ښېګړه د چا سره وه؟
ستا خاموشي ګویانه ده..... "قام"..... کوم قام؟ هغه چې د اغیارو په مرېدۍ کښې د ایمان تر خوږو تېر دي؟ هغه قام چې د دښمن دلالي حلال عبادت ګڼي؟ هغه قام چې د شپونکي د رمې په مثال لورے ئې د شپونکي په رحم و کرم دے؟
هغه قام چې د ادب نه تر سیاسته په هر ډګر سل ډوله تقسیم دے؟
هر سړے خپل نظر رسا بولي او بل نۀ اوري
وحدت د فکر به اوس څوک په يوه لاره بيائي
د قامیز اتفاق مبلغه! د فکري وحدت ډيوه تا د شانګلې تر هر کوره رسوله، ماته یاد شي.... د لیکوال رساله ستا په فېض زمونږ تر کالۀ رارسېدلې وه، زما عمر لا تر دولسو نۀ ؤ اوړېدلے چې د ملي و فکري وحدت غوندې ثقیل موضوعات مې لۀ نظر په لار د شعور نه تر لاشعوره تلل، زۀ دا اعتراف نظریاتي ديانت ګڼم.....
نو وبه وایم چې تۀ زما د دغې لارې مشال یې، او کلک باوري یم چې ستا د فېض په دغه سخته مګر مطمئنه لاره زۀ ایکي يو نۀ یم بلکې ستا د فکر پاشلي ګلان ځاے په ځاے زرغونېږي
څانګه به نن سبا کښې ګل شي
ما ئې په سر کښې سرې غوټۍ لېدلې دینه
ځيګر

کوئی تبصرے نہیں
Hi