د ممتاز اورکزي صيب د غزل تشريح وړمبی شعر زه مارغه بې پر او باله نه مې ښاخ شته او نه ځاله زه مارغه بې پر او باله شاعر خپل ځان د يو بېساه ...
د ممتاز اورکزي صيب د غزل تشريح
وړمبی شعر
زه مارغه بې پر او باله
نه مې ښاخ شته او نه ځاله
زه مارغه بې پر او باله شاعر خپل ځان د يو بېساه بېوسه مارغه سره تشبيه کوي دا د يو انسان د تنهائي او بېوسۍ اظهار دی چې نه مې ښاخ شته او نه ځاله يعنې نه د ارام ځای لري او نه د خپل ژوند دپاره بله کومه پناه لري
دويم شعر
لا ژوندی يم خو ځورېږم
له مثقاله تر مثقاله
ژوندی دی خو د ژوند هره لحظه د عذاب او د درد نه ډکه ده له مثقاله تر مثقال مطلب ئې دا دی چې تکليفونه يو ځل نه بلکې په لږ لږ انداز
سره هر وخت روان وي او راځي
دريم شعر
ما له سوخته لته درکړه
د دنيا غوندې فټباله
دا د ژوند د بېثباتۍ اشاره ده شاعر وايي ما په دنيا کښې د غم او درد لته يعنې ګزار د وخت سپيړه وخوړه لکه فټبال چې د هر چا د ښپو لاندې ګرځي همداسې د دنيا د خلکو په ښپو کښې تاوشوی راتاوشوی يم
څلورم شعر
له انکاره تر ايمانه
هېڅ هم نشته لازواله
دا د ايمان او انکار تر منځ خبره د ژوند د حقيقت او د فنا يو پېغام دی پکې شاعر دا منلې دي چې په دنيا کې هېڅ شی دايمي نه دی هر څه ختمېدونکي دي يغنې دا فاني دنيا ده دلته هرڅۀ له زوال شته هيڅ هم نشته لازواله
پينځم شعر
نن سبا يم لږ بې سره
خو هرگز نه يم بې تاله
شاعر دا وائې چې نن صبا مې ژوند لږ ګډوډ دی، يعنې له سختو ورځو شپو نه تيريږم او حالات ښۀ ډير ډير خراب دي، خو بيا هم ما د خپل مقصد ته لا لاره نه ده ورکه کړې دا د ثبات او باورر ښۀ نښه ده خو هرګز نۀ يم بې تاله مطلب ليکوال د يوې لوړې حوصلې خاوند دی هار منلو ته غاړه نۀ ګدي
شپږم شعر
د کلال د زړه له حاله
نا خبره پشکاله
کلال هغه انسان ته وائې چې دخټو نه خاورين لوښي جوړوي بيا هغه لوښي د نمر په غرمو وچوي او بيا ئې خرڅوي، ناخبره پشکاله پشکال يو باراني موسم ته وائې چې پکې هر وخت بارانونه وريږي نو دغه لوښې جوړل او خرڅول د کلال د رزق وصيله ده او په پشکال کښې چې دا بارانونه وريږي نو کلا لوښي څۀ خرڅ کړي او سير وړپ به د کومې راوړي نو پشکال يو موسم دی بس د هنرمند د زړه د احساس او د درد نه ناخبره وي
ؤم شعر
ولې ويښ يم؟ هسې ويښ يم
ځه اودۀ شه انډېواله
شاعر دخپلې بېقرارئ زکر کوي چې ماله خوب نه راځي د فکرونو، اندېښنو او دحسرتونو شور د وجې نو شاعر ځان ته په سوال او په ځواب دی چې ويښ ولې يم يعنې هسې ويښ يم نو دې ته د ستړي ذهن يو صادقانه اعتراف وائې
دې شعر د يو سندرغاړي دلهجې په وجه په فني دنيا کښې غټ اکثريت سره لوی مهارت ترلاسه کړی دی دا ټول کريډيټ به مونږ اجاز افق صيب له ورکړو چې د هغوي د لهجې په وجه داسې شوي دي بلکه شعر ښۀ سنجيده او معياري شعر دی
اتم شعر
د مغل ده که د بل ده
څوک مزدور مه شه خوشاله
دلته په قام خبره ده شاعر وايي چې د چا دپاره کار مه کوئ، د چا د حکم لاندې ژوند مۀ تېروئ، او خپل فکر او خپله ازادي مه خرڅوئ دا د عزت او خپلواکۍ يو اهم پيغام ؤ
نهم شعر
ممتاز ګېر د ځان په جال دی
عجب ګېر دی ذوالجلاله
شاعر خپل حالت بيانوي چې د ژور احساس اود فکرونو په جال کې ګېر يم خو په عجيبه امتحانکښې يم دا ټول د انسان د عاجزۍ او الهي قدرت د منلو اظهار دی
دممتاز اورزکزي صيب په دې غزل کښې يو فرياد دی چې د دنيانه ستړی دی خو د ايمان او عقل لاره نه ده ورکه کړې دا د غم، فکر، فلسفه ده او د زړه د درد فرياد دی ،ممتاز اورکزی صيب دلته يو ژور انسانيت او درون غم راوړی دی په غزل کښې ئې د خيالاتو احساساتو او حقيقتونو يوه ژوره تجربه ده
په بل پوسټ کښې به په اجاز افق صيب خبره کوو
عايشه فضا يوسفزئ پيښور پوهنتون

 
 
 
.png) 
 
 
 
 
 
 
 
کوئی تبصرے نہیں
Hi